لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پينځه لسيزې وروستو دميانمار لمړي غيرپوځي صدر لوړه کړې


ټن چا به دجمعې په ورځ په باضابطه توګه خپله چوکۍ سمبالوي چې ورسره به ميانمار کې د١٩٦٢ء څخه وروستو په لمړي ځل په مکمله يا جزوي توګه دپاتې شوي پوځي اقتدار خاتمه وشي.
ټن چا به دجمعې په ورځ په باضابطه توګه خپله چوکۍ سمبالوي چې ورسره به ميانمار کې د١٩٦٢ء څخه وروستو په لمړي ځل په مکمله يا جزوي توګه دپاتې شوي پوځي اقتدار خاتمه وشي.

ميانمار کې خواؤشا پينځه لسيزې وروستو لمړي غيرپوځي صدر لوړه کړې ده.

دنهې په ورځ ٧٠ کلن ټن چا دپارلمان دګډې غونډې په وړاندې دلوړې کولو په ترڅ کې دميانمار اولس سره دوفادارۍ اراده څرګنده کړې ده.

دهغه ترڅنګ ددغه هيواد دوؤ مرستيال صدرانو مائن سوى اؤ هنري وان تهيو هم دخپلو چوکو لوړه کړې ده.

ټن چا به دجمعې په ورځ په باضابطه توګه خپله چوکۍ سمبالوي چې ورسره به ميانمار کې د١٩٦٢ء څخه وروستو په لمړي ځل په مکمله يا جزوي توګه دپاتې شوي پوځي اقتدار خاتمه وشي.

ټن چا په ١٥م مارچ ترسره شوي صدارتي انتخاب کې ددغه عهدې لپاره ټاکل شوى ؤ، هغه دنيشنل ليګ فار ډيموکريسي دمشرې آنګ سان سوچي دوړوکوالي ملګرى دى.

دميانمار(چې ورته برما هم وئيل کيږي) اولس دنوبيل انعام يافته آنګ سان سوچي دصدر په توګه ليدو ته ليواله وؤ خو هغه دائين ديو شق لاندې ددغه عهدې جوګه نۀ ده.

دهغې بچي غيرملکي شهريت لري اؤ دائين ترمخه کوم شخص چې پخپله يا يې کورنۍ غيرملکي شهريت لري هغه په دغه لوړه عهده نۀ شي پاتې کيدى.

خو سوچي وئيلي دي هغه دصدر څخه هم لوړ منصب لري.

سوچي دصدر په ٨١ کسيزه کابينه کې شامله ده، که چرې هغه دخارجه وزارت قلمدان سمبالوي نو ورته به پارليمنټ کې دخپلې چوکۍ اؤ دخپل ګوند دمشرۍ څخه مستعفي کيدل وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG