لاس رسیدونکی لینک

پاکستان کې په لويه پيمانه کارروايۍ،٢٠٠ شکمن جنګيالي ګرفتار


لاهور کې ترسره شوې دغه چاؤدنه کې دايسټر داتهوار دنمونځونکو عيسايانو په ګډون ٧٢ کسان وژل شوي وؤ.

پاکستان کې چارواکو داتوار په ورځ لاهور کې دترسره شوي ځانمرګي بريد څخه وروستو په لويه پيمانه ترسره شوؤ عملياتو کې د٢٠٠ؤ څخه زيات شکمن جنګيالي نيولي دي.

لاهور کې ترسره شوې دغه چاؤدنه کې دايسټر داتهوار دنمونځونکو عيسايانو په ګډون ٧٢ کسان وژل شوي وؤ.

دلاهور په يو اولسي پارک کې ترسره شوي دغه ځانمرګي بريد کې وژل شوؤ کسانو کې ٢٩ ماشومان هم شامل وؤ اؤ د٣٠٠ؤ څخه زيات کسان ژوبل شوي هم وؤ.

دپنجاب دقانون وزير رانا ثناء الله خبريالانو ته وئيلي دي چې دترهه ګرۍ دمخنيوي ډلو دانټلي جنس ايجنټانو په مشرۍ کې ګڼو کارروائيو کې دټول پنجاب څخه د٥٠٠ؤ څخه زيات کسان نيولي دي.

هغه وويل چې پلټونکو وروستو د٢١٦ؤ څخه بغير نور ټول کسان پريښودل اؤ دغو کسانو څخه اوس هم تپوس پوښتنې روانې دي، هغه وويل چې ددغو عملياتو مقصد دلاهور دسانحې دذمه وارو کسانو دقانون منګولو ته راکش کول دي.

يو بل خبري کانفرنس کې اسلام اباد کې دپاکستاني پوځ وياند ليفټننټ جنرل عاصم باجوه وئيلي دي چې انټلي جنس ايجنسو دپيراملټري ځواکونو ترڅنګ دپنجاب په ګڼو ښارونو کې دترهه ګرو مرکزونو په ضد کارروايۍ ترسره کوي.

دپاکستاني طالبانو څخه بيلې شوې يوې ډلې جماعت الاحرار دلاهور دځانمرګي بريد پړه په غاړه اخستې وه اؤ وئيلي يې وؤ چې دغه حمله يې ارادتاً دعيسايانو دپه نخښه کولو لپاره کړې وه.

ددغه ډلې وياند احسان الله احسان وئيلي دي چې پنجاب کې په دغه شان نورې حملې هم کوي دکوم څخه وروستو چې چارواکو په ټول پنجاب کې اولسي پارکونه په عارضي توګه تړلي دي، پخپل وروستي پيغام کې طالب وياند په مقامي ميډيا هم دحملو کولو دړکه کړې ده.

په ټوئټر خپل پيغام کې طالب وياند وئيلي دي چې” په دې جنګ کې به دهر يو وار راځي، په ځانګړې توګه دغلامې پاکستاني ميډيا، مونږ صرف دمناسب وخت انتظار کوؤ“

دسمبر کال ٢٠١٤م کې دپيښور په ارمي پبلک سکول دطالبانو لخوا دشوې هاغه حملې چې پکې ١٥٠ کسان وژل شوي وؤ، څخه راپديخوا داتوار په ورځ دايسټر دتهوار په موقع لاهور کې ترسره شوې دغه ترټولو خونړۍ حمله وه.

پنجاب صوبه دپاکستاني وزيراعظم نوازشريف دسياسي طاقت مرکز دى، دغلته دپاکستان د١٩٠ ملينه خلکو څخه دابادۍ ٦٠ فيصده خلک ميشته دي.

پاکستاني طالبانو اؤ دهغوي سره تړلو نورو تندروه ډلو ديوې لسيزې څخه دزياتې مودې راهسې دپاکستاني رياضت په ضد وسله والې هلې ځلې کوي اؤ په زرګونو خلک يې وژلي دي.

دګل په شپه قام ته پخپله وينا کې وزيراعظم نوازشريف ژمنه کړې وه چې ټول هيواد کې به دترهه ګرۍ په ضد عمليات پراخوي اؤ دبې ګناه خلکو دوژونکو څخه به انتقام اخلي.

دافغانستان دپولې ترڅنګ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دکال ٢٠١٤م راهسې پوځي عمليات روان چې پکې دزرګونو جنګيالو دوژلو دعوه شوې ده، باور کيږي چې دغه سيمه کې تر کلونو مقامي اؤ بهرنو جنګيالو پناه اخستې.

پاکستاني چارواکي دعوه کوي چې ددغو عملياتو په نتيجه کې ټول هيواد کې دتشدد پيښو کې کمى راغلى اؤ داولسي مقاماتو پشان په اسانو هدفونو دترهه ګرو لخوا ترسره کيدونکې حملې دهغوي دمايوسۍ حالت ګرځوي.

دلاهور دحملې څخه وروستو پاکستاني وزيراعظم نوازشريف دامريکا ټاکل شوې خپله دوره منسوخ کړې ده، ټاکل شوې وه هغه دزيارت د ورځې څخه شروع کيدونکې دنيوکلئير سلامتۍ غونډه کې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG