لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستاني ډلې لخوا دپټهان کوټ دفضائيې اډې دوره


 خو دميډيا راپورونه وائي چې پاکستاني ډلې ته دپټهان کوټ فضائي اډه کې محدود رسد ورکړل شوى ؤ.
خو دميډيا راپورونه وائي چې پاکستاني ډلې ته دپټهان کوټ فضائي اډه کې محدود رسد ورکړل شوى ؤ.

سږکال دجنورۍ په مياشت کې دهند پټهان کوټ ښار کې دهندي فضائيې په اډه دترسره شوي بريد پلټنو لپاره هند ته تللې پاکستاني پلټنيزې ډلې دهندي چارواکو ترڅنګ دپټهان کوټ دفضائي اډې دوره کړې اؤ دحملې په اړه يې دبيلا بيلو حساسو ځائيونو جاج اخستى.

خو دميډيا راپورونه وائي چې پاکستاني ډلې ته دپټهان کوټ فضائي اډه کې محدود رسد ورکړل شوى ؤ.

دهندي ميډيا ترمخه دپاکستان پلټنيزه ډله ديوې ځانګړې الوتکې له لارې امرتسر ته رسيدلې اؤ ددغه ځايې څخه دسړک په ذريعه فضائي اډې پورې رسيدلې ده اؤ په دغه مهال پوليسو سخت حفاظتي ګامونه اخستي وؤ.

دهندي پنجاب دترټولو لويې ګوند انډين نيشنل کانګريس دفضائي اډې څخه په لږه فاصله احتجاجي مظاهره کړې، تور بيرغونه يې پورته کړي وؤ اؤ دپاکستان دخفيه ادارې په ضد يې نعرې وهلي.

دهندي ميډيا ترمخه دنوي ډيلي واکمن ګوند عام ادمي پارټۍ هم احتجاجي مظاهره کړې ده.

دوه ورځې دمخه دپاکستان يوه پينځه کسيزه پلټنيزه ډله ديوې ځانګړې الوتکې له لارې دلاهور څخه نوي ډيلي ته رسيدلې وه.

دميډيا راپورونه وائي چې که هر څو هند کې دپاکستاني ډلې دپټهان کوټ دفضائي دورې انتظام شوى خو فضائي اډه کې هر مقام پورې ورته درسد نۀ ورکولو پريکړه شوې ده.

تيره ورځ نوي ډيلي کې دملي پلټنيزې ادارې صدر دفتر کې پاکستان څخه تلونکې پلټنيزې ډلې ته دپټهان دکوټ دبريد په اړه تر دې مهاله دشوؤ پلټنو په اړه حال احوال تير کړل شوى ؤ.

دپاکستان دپنجاب صوبې حکومت دفرورۍ په مياشت کې يوه اوونۍ وروستو له هغې يوه پينځه کسيزه پلټنيزه ډله جوړه کړې وه چې دپنجاب دترهه ګرۍ دمخنيوي دمحکمې لخوا د ګجرانوالې سيمې دپوليسو په يوه تاڼه کې دپټهان کوټ دحمله کوونکو په ضد ايف ائي ار درج کړى شو.

ددغه پلټنيزې ډلې مشري دپنجاب دترهه ګرۍ دمخنيوي دمحکمې ايډيشنل ائي جي طاهررائى کوي اؤ دخفيه ادارې ائي بي ډپټي ډائريکټر محمد عظيم ارشد، دانټرسروسز انټلي جنس ايجنسۍ ليفټننټ کرنل تنوير احمد، دملټري انټلي جنس ليفټننټ کرنل عرفان مرزا اؤدګجرانوالې دترهه ګرۍ دمخنيوي دمحکمې انسپکټر شاهد تنوير هم دغه ډله کې شامل دي.

سږکال دجنورۍ مياشت کې دپاکستان دپولې څخه خواؤشا ٢٥ کلو ميټره لرې دهند په پټهان کوټ ښار کې دهندي فضائيې په اډه وسله والو حمله کړې وه چې پکې اووۀ هندي عسکر وژل شوي وؤ اؤ تر څلورو ورځو دروانې دغه جګړې څخه وروستو حمله کوونکي هم وژل شوي وؤ.

پټهان کوټ کې دغه حمله څو ورځې وروستو له هغې وشوه چې دهند وزيراعظم نريندر مودي دکابل څخه خپل هيواد ته دستنيدو په مهال لاهور کې تر څه وخته ايسار شو اؤ دپاکستان ناڅاپي دوره يې وکړه اؤ څيړونکو ددغه دورې څخه وروستو دپاکستان اؤ هند اړيکو کې دښه والي هيله څرګنده کړې وه.

دپاکستان ګاونډي رقيب هيواد هند تور لګوي چې پاکستان کې فعاليت کوونکې تندروه ډله جيش محمد دپټهان کوټ بريد کې لاس لري.

هندي چارواکي تور لګوي چې دجيش محمد مشر مولانا مسعود اظهر دپټهان کوټ دحملې منصوبه جوړونکى ؤ اؤ ددې ترڅنګ دمسعود اظهر دورور رؤف په ګډون نور پينځه کسان هم دغه حمله کې ککړ وؤ.

دغه لړ کې پاکستان ته ځينې فون نمبرې هم ورکړل شوې وې په کوم چې پاکستان هند ته دپلټنو باور ورکړى.

دپټهان کوټ دبريد څخه وروستو سږکال دفرورۍ مياشت کې درې کسان نيول شوي وؤ خو دا نۀ ده په ډاګه چې دنيول شوؤ کسانو تعلق دکومې ډلې سره ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG