لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دلاهور دحملې څخه وروستو به پوځ پنجاب کې عمليات پيل کوي،چارواکي


 دغه پريکړه ښائي چې په پاکستان کې حکومت دتندلارو په ضد جګړې لپاره پوځ ته يوځل بيا ځانګړي اختيارات ورکوي.
دغه پريکړه ښائي چې په پاکستان کې حکومت دتندلارو په ضد جګړې لپاره پوځ ته يوځل بيا ځانګړي اختيارات ورکوي.

دګل په ورځ خبري ادارې روئيټرز دحکومتي اؤ عسکري سرچينو له خُلې پخپل يو راپور کې وئيلي دي چې دپاکستان پوځ به دلاهور دځانمرګي بريد څخه وروستو درينجرز ځواکونو په ملاتړ پنجاب صوبه کې عمليات پيل کوي.

دغه پريکړه ښائي چې په پاکستان کې حکومت دتندلارو په ضد جګړې لپاره پوځ ته يوځل بيا ځانګړي اختيارات ورکوي.

دروئيټرز ترمخه لاهور کې موجود يو امنيتي چارواکي وئيلي دي چې دغه عمليات به پيراملټري رينجرز ځواکونو ته دچاپو وهلو اؤ شکمنو کسانو څخه دتپوس پوښتنو کولو هاغه شان اختيارات ورکوي لکه څنګه چې دسندهـ صوبې سرښار کراچۍ کې درينجرز لخوا تر دوؤ کلونو استعمال شوي دي.

دنوم نۀ ښودلو په شرط هغه روئيټرز ته وئيلي دي چې ددغو عملياتو اصول به لا ټاکل کيږي، درينجرز په راوستو کې هم ځينې قانوني ستونزې دي، خو پوځ اؤ حکومت په دغه اړه متفق دي.

روئيټرز وائي چې يو بل عسکري چارواکي اؤ دوؤ حکومتي چارواکو هم دنوم نۀ څرګندولو په شرط ددغه فيصلې پخلى کړى دى.

دپاکستاني پوځ وياند جنرل عاصم باجوه له دې وړاندې وئيلي وؤ چې دلاهور دخونړۍ چاؤدنې څخه وروستو پوځ، خفيه ادارو اؤ رينجرز ځواکونو پنجاب کې ګڼې کارروايۍ ترسره کړي دي اؤ په لويې شمير کې شکمن ترهه ګر اؤ دهغوي مرسته کوونکې يې نيولي اؤ نيول شوؤ کسانو څخه په دروند مقدار کې وسله اؤ چاؤديدونکي مواد هم لاسته راوړل شوي دي.

تيره ورځ دپنجاب صوبې سرښار لاهور کې يو ځانمرګي بريد کې د٧٢ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دلوړې کچې ديوې غونډې دمشرۍ په مهال خفيه ادارو ته دغه حمله کې دککړو کسانو دلټولو امر کړى ؤ.

دپاکستاني طالبانو جماعت الاحرار ډلې دلاهور دځانمرګي بريد ذمه واري په غاړه اخستې اؤدپاکستان واکمن ګوند مسلم ليګ(ن) ته يې دړکه کړې چې چرته هم وغواړي دغه رقم حملې ترسره کولى شي.

سږکال پاکستان کې ترهه ګريزو بريدونو کې يوځل بيا داضافې راتللو څخه وروستو داولسي حلقو لخوا په پوځ اؤ حکومت غږ کيږي چې دترهه ګرو ترمينځ دې دفرق کولو روانه خاموشه تګلاره ختمه کړي اؤ په ځانګړې توګه دې پنجاب صوبه کې دتندروه ډلو په ضد کلک ګامونه واخلي.

سږکال دخيبرپښتونخوا په چارسده،شبقدر اؤ پيښور کې دطالبانو دمنظمو حملو ، بمي چاؤدنو اؤ ځانمرګي بريدونو څخه وروستو دپاکستان داپوزيشن ګوندونو لخوا په مرکزي حکومت نيوکې شوې وې چې دترهه ګرۍ دمخنيوي په قومي تګلاره بشپړ عمل درامد کې ناکامه شوى اؤ په ځانګړې توګه يې پنجاب کې دتندروه ډلو په هلو ځلو سترګې پټې کړي.

خو دنوازشريف حکومت دريځ لرلو چې که يو لوري ته يې پخپل حکومت دپوځي عدالتونو دجوړول کيدو پشان سخت ګام ته غاړې ايښې نو بل لوري ته يې دپيښور دسکول دسانحې څخه وروستو دنړيوال فشار باوجود په تيزنديانو عمل درامد بحال کړى اؤ تر دې مهاله يې د٣٠٠ؤ څخه زيات مجرمان تيزندي کړي.

خو ناقدين بيا وائي په په دغو تيزندي کړل شوؤ کسانو کې اکثريت دترهه ګرۍ په جرمونو کې دککړو کسانو نۀ بلکې دعامو کسانو دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG