لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشام لخوا دداعش په ضد دجګړې ددوامداره ساتلو ژمنه


 برطانيه کې قائمې ډلې سيرئين آبزرويټري فار هيومن رائټس وئيلي دي چې دغه کارروايۍ کې ٤٠٠جنګيالي اؤ ١٨٠ حکومت پلوه عسکر وژل شوي دي.
برطانيه کې قائمې ډلې سيرئين آبزرويټري فار هيومن رائټس وئيلي دي چې دغه کارروايۍ کې ٤٠٠جنګيالي اؤ ١٨٠ حکومت پلوه عسکر وژل شوي دي.

دشام پوځ وئيلي دي چې په پخواني ښار پالميرا سردوباره قبضه به دداعش په ضد په لويه پيمانه دکارروائيو دپيل نقطه ثابتيږي اؤ شام کې داثار قديمه دادارې مشر اعلان کړى چې ددغه تاريخي ښار دداعش دجنګيالو څخه دخلاصولو وروستو به ددې اهميت کې نوره اضافه هم کيږي.

داعش تير کال دمئ په مياشت کې په دغه ښار قبضه کړې وه اؤ دغلته يې ددوؤ زرو کلونو پخواني اثارقديمه تباه کړي وؤ په کوم چې په نړيواله کچه انديښنه څرګنده کړل شوې وه اؤ دداعش ددغه ګام سخته غندنه شوې وه.

څو اوونۍ دمخه دشام حکومتي ځواکونو اؤ دائتلافي مليشې جنګيالو دتدمر په لوري پرمختګ پيل کړى ؤ چې پکې هغوي ته دروس دجنګي الوتکو ملاتړ هم ترلاسه ؤ دداعش لخوا دخواؤشا لسو مياشتو قبضه يې ختمه کړې ده.

برطانيه کې قائمې ډلې سيرئين آبزرويټري فار هيومن رائټس وئيلي دي چې دغه کارروايۍ کې ٤٠٠جنګيالي اؤ ١٨٠ حکومت پلوه عسکر وژل شوي دي.

دشام صدر بشارالاسد ددغه کارروايۍ ستائينه کړې اؤ وئيلي يې دي چې دغه يو مهم پرمختګ اؤ دشامي پوځ اؤ ائتلافيانو له لوري يې دکارکردګۍ تازه څرګندونه ده.

دسرکاري ميډيا ترمخه دتندلارو لخوا تاريخي مقاماتو ته درسيدلي زيان دجاج اخستو لپاره به ماهران راتلونکو ورځو کې دپالميرا ښار دوره کوي، دتيرو دوؤ کلونو په مهال دداعش جنګيالو عراق اؤ شام کې ګڼو تاريخي مقاماتو ته زيان رسولى دى.

داثار قديمه دڅانګې مشر محمود عبدل کريم دداعش له لوري دتباه شوؤ تاريخي مقاماتو چې پکې قوس الصر اؤ پخوانۍ عبادت ګاه بالشامن شامل دي، ددوباره جوړولو اراده څرګنده کړې ده.

دملګرو ملتونو سيکرټري جنرل بانکي مون وئيلي دي چې دشام له لوري دپالميرا دحفاظت اؤ بحالۍ په اعلان هغه مطمئين شوى دى.

يو بيان کې بانکي مون وئيلي دي چې دداعش تندلارو اؤ ترهه ګرو نۀ يواځې دا چې عام وګړي په بې دردۍ سره وژلي بلکې هغوي په زرګونو کلونه پخوانۍ انساني تهذيبي ورثه هم تباه کړې کومه چې دټول انسانيت يوه ګډه اثاثه پکار ده، که تعلق يې دشام سره وي اؤ که دکوم بل ځايې سره.

په پالميرا دحکومتي ځواکونو بيا قبضه دداعي لپاره دناکاميو تازه پيښه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG