لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ټوئنټي ورلډ کپ : افغانستان ويسټ انډيز ته په شپږ رنز ماتې ورکړې


 افغانستان دغه ميچ کې ويسټ انډيز ته د١٢٤رنز هدف ټاکلى ؤ خو ويسټ انډيز په مقررو ٢٠ؤ اورونو کې داتوؤ وکټو په تاوان ١١٧ رنز جوړ کړل.
افغانستان دغه ميچ کې ويسټ انډيز ته د١٢٤رنز هدف ټاکلى ؤ خو ويسټ انډيز په مقررو ٢٠ؤ اورونو کې داتوؤ وکټو په تاوان ١١٧ رنز جوړ کړل.

داتوار په ورځ دټي ټوئنټي ورلډ کپ يو ميچ کې افغانستان ويسټ انډيز ته په شپږ رنز ماتې ورکړې ده.

افغانستان دغه ميچ کې ويسټ انډيز ته د١٢٤رنز هدف ټاکلى ؤ خو ويسټ انډيز په مقررو ٢٠ؤ اورونو کې داتوؤ وکټو په تاوان ١١٧ رنز جوړ کړل.

دويسټ انډيز چارلس ٢٢، فليچر١١، سيمؤلز٥،ريمډنټ ١٨، براؤ٢٨، رسل ٧، سيمي شپږ، بريټوهيټ ١٣ اؤ بدري دوه رنز جوړ کړل.

دافغانستان امير حمزه ، حامد حسن اؤ ګلبدين يو ، يو اؤ محمد نبي اؤ رشيد خان دوه، دوه وکټې ترلاسه کړې.

له دې وړاندې ويسټ انډيز دټاس ګټلو وروستو افغانستان ته دلمړي بيټنګ بلنه ورکړه اؤ افغانستان په مقررو ٢٠ؤ اورونو کې د٧ؤ وکټو په تاوان ١٢٣ رنز جوړ کړي وؤ

دافغانستان نجيب الله ځدراڼ ديوې چکې اؤ څلورو چوکو په مدد سره ترټولو زيات ٤٨، محمد شهزاد ديوې چکې اؤ دوؤ چوکو په مدد سره ٢٤، عثمان غني، څلور،اصغر ستانکزي ١٧،محمد نبى ٩، ،ګلبدين نائب ٨، شفيق الله شفق څلور، رشيد خان شپږ اؤ سميع الله شينواري يو رنز جوړ کړى.

دافغانسان ټيم کې دوه بدلونونه شوي، دشپور اؤ نور علي پځايې حامد حسن اؤ عثمان غني ټيم کې شامل کړل شوي دي.

دويسټ انډيز ټيم کې يو بدلون شوى، دکرس ګيل پځايې ايون لوئس ټيم کې شامل کړل شوى.

دويسټ انډيز بدري درې سيمي اؤ بين يو ،يو اؤ رسل دوه وکټې ترلاسه کړي دي.

افغانستان دخپلو لمړو دريوؤ ميچونو دبائيللو له امله دورلډ ټي ټوئنټي دسيمي فائنل دزغل څخه بهر شوى خو دې ټورنامنټ کې دافغانستان کارکردګي ښه پاتې شوې اؤ دجنوبي افريقې اؤ انګلينډ په ضد لوبول شوؤ ميچونو کې ګټې ته نزدې شوى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG