لاس رسیدونکی لینک

شامي پوځ داعش څخه دتدمر ښار واک بيرته ترلاسه کړى


دداعش پاتې جنګيالي ختيز کې دديرالزور په لوري شاتګ کوي.

دشام سرکاري ميډيا اؤ فعاله غړي وائي چې حکومتي ځواکونو دسخت مزاحمت څخهوروستو داتوار په ورځ دتاريخي ښار تدمر(پلميرا) کنټرول دتندروه ډلې داعش څخه بيرته ترلاسه کړى دى.

داعش تير کال دمئ په مياشت کې په دغه ښار قبضه کړې وه اؤ دغلته يې ددوؤ زرو کلونو پخواني اثارقديمه تباه کړي وؤ په کوم چې په نړيواله کچه انديښنه څرګنده کړل شوې وه اؤ دداعش ددغه ګام سخته غندنه شوې وه.

درې اوونۍ دمخه دشام حکومتي ځواکونو اؤ دائتلافي مليشې جنګيالو دتدمر په لوري پرمختګ پيل کړى ؤ چې پکې هغوي ته دروس دجنګي الوتکو ملاتړ هم ترلاسه ؤ،شامي پوځ روانه اوونۍ کې دښار خواؤشا سيمو ته درسيدلو څخه وروستو دداعش په ځالو بمباري پيل کړې وه.

شام کې په صورتحال نظر ساتونکى بين المللي تنظيم سيرين ابزرويټري فار هيومن رائټس وائي حکومتي پوځ دڅو ورځو راهسې دبمبارۍ څخه وروستو ښار ته داخل شوى اؤ دګڼو سيمو کنټرول يې ترلاسه کړى دى.

دتنظيم ترمخه ښار کې دداعش پاتې جنګيالي ختيز کې دديرالزور په لوري شاتګ کوي.

دابزرويټري ډائريکټر رامي عبدالرحمان صحافيانو ته وئيلي دشام پوځ اؤ دهغوي دپلوي مليشې جنګيالي دتدمر دلويديز اؤ شمال په لوري ښار ته داخل شوي.

دهغه په قول دسرکاري پوځ په قبضه کې راغلو سيمو کې تدمر کې موقعيت لرونکي درومن دور مشهور کهنډرونه اؤ پخوانى ښار شامل دي.

په عين حال کې دروس ددفاع وزارت وئيلي دي چې جنګي الوتکو يې دتير يو شواروز په مهال دتدمر خواؤشا کې د٤٠ؤ څخه زياتې الوتنې کړي چې پکې دداعش ١٥٨ هدفونه په نخښه کړل شوي دي.

دخالي په ورځ ماسکو څخه جاري شوي يو بيان کې دروس ددفاع وزارت دعوه کړې ده چې بمبارۍ کې دداعش د١٠٠ؤ څخه زيات جنګيالي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG