لاس رسیدونکی لینک

دپټهان کوټ دبريد پلټنو لپاره پاکستاني ډله هند ته رسيدلې


پاکستاني پلټنيزه ډله به دګل دورځې څخه پټهان کوټ ته رسيږي اؤ دغلته به دهندي فضائيې په اډه سږکال دترسره شوي بريد پلټنې پيل کوي.

دپټهان کوټ بريد پلټنو لپاره دپاکستان ګډه پلټنيزه ډله داتوار په ورځ هند ته رسيدلې ده.

پاکستاني پلټنيزه ډله به دګل دورځې څخه پټهان کوټ ته رسيږي اؤ دغلته به دهندي فضائيې په اډه سږکال دترسره شوي بريد پلټنې پيل کوي.

ددغه پلټنيزې ډلې مشري دپنجاب دترهه ګرۍ دمخنيوي دمحکمې ايډيشنل ائي جي طاهررائى کوي اؤ دخفيه ادارې ائي بي ډپټي ډائريکټر محمد عظيم ارشد، دانټرسروسز انټلي جنس ايجنسۍ ليفټننټ کرنل تنوير احمد، دملټري انټلي جنس ليفټننټ کرنل عرفان مرزا اؤدګجرانوالې دترهه ګرۍ دمخنيوي دمحکمې انسپکټر شاهد تنوير هم دغه ډله کې شامل دي.

دسرچينو وينا ده چې په نوي ډيلي کې پاکستاني هائي کمشنر سره دليدنې څخه وروستو به دغه ډله پټهان کوټ سيمې ته روانيږي.

دپاکستان دپنجاب صوبې حکومت دفرورۍ په مياشت کې يوه اوونۍ وروستو له هغې يوه پينځه کسيزه پلټنيزه ډله جوړه کړې وه چې دپنجاب دترهه ګرۍ دمخنيوي دمحکمې لخوا د ګجرانوالې سيمې دپوليسو په يوه تاڼه کې دپټهان کوټ دحمله کوونکو په ضد ايف ائي ار درج کړى شو.

سږکال دجنورۍ مياشت کې دپاکستان دپولې څخه خواؤشا ٢٥ کلو ميټره لرې دهند په پټهان کوټ ښار کې دهندي فضائيې په اډه وسله والو حمله کړې وه چې پکې اووۀ هندي عسکر وژل شوي وؤ اؤ تر څلورو ورځو دروانې دغه جګړې څخه وروستو حمله کوونکي هم وژل شوي وؤ.

پټهان کوټ کې دغه حمله څو ورځې وروستو له هغې وشوه چې دهند وزيراعظم نريندر مودي دکابل څخه خپل هيواد ته دستنيدو په مهال لاهور کې تر څه وخته ايسار شو اؤ دپاکستان ناڅاپي دوره يې وکړه اؤ څيړونکو ددغه دورې څخه وروستو دپاکستان اؤ هند اړيکو کې دښه والي هيله څرګنده کړې وه.

دپاکستان ګاونډي رقيب هيواد هند تور لګوي چې پاکستان کې فعاليت کوونکې تندروه ډله جيش محمد دپټهان کوټ بريد کې لاس لري.

دپټهان کوټ دبريد څخه وروستو سږکال دفرورۍ مياشت کې درې کسان نيول شوي وؤ خو دا نۀ ده په ډاګه چې دنيول شوؤ کسانو تعلق دکومې ډلې سره ؤ.

XS
SM
MD
LG