لاس رسیدونکی لینک

افغان اولس خپل حکومت څخه غيرمطمئين دى،جائزه


سروى کې شريکو خواؤشا ٨١ؤ فيصدو برخه والو وئيلي دي چې هغوي دحکومت دکارکردګۍ څخه لږ يا ډير زيات غيرمطمئين دي اؤ ١٧ فيصدو وئيلي دي چې هغوي لږ يا ډير زيات مطمئين دي.

په داسې حال کې چې افغانستان کې دموجوده حکومت دوه کلونه مکمليدونکي دي،دبي بي جى ګيلپ ديوې نوې سروى څخه معلومه شوې ده چې افغان اولس دملکي قيادت څخه زيات غيرمطمئين دى.

سروى کې شريکو خواؤشا ٨١ؤ فيصدو برخه والو وئيلي دي چې هغوي دحکومت دکارکردګۍ څخه لږ يا ډير زيات غيرمطمئين دي اؤ ١٧ فيصدو وئيلي دي چې هغوي لږ يا ډير زيات مطمئين دي.

دغه سروى د٢٧م اکتوبر څخه ١٨م نومبر پورې شوې وه چې پکې دهيواد د٣٤ؤ صوبو څخه ٢٥٠٠ؤ کسانو برخه اخستې، سروى څخه معلومه شوې چې افغانستان کې ټولو نسلي اؤ جغرافيائي ډلو کې داطمينان نشتوالى دى.

افغانستان کې دامريکا پخواني مرستيال سفير ډيوډ سډنى وئيلي دي چې په افغان صدر اشرف غني اؤ چيف ايګزيکټيو عبدالله عبدالله داولس عدم اطمينان د٢٠١٤م دصدارتي انتخاباتو څخه پيل کيږي.

هغه وئيلي دي چې کله چې صدر غني اؤ ډاکټر عبدالله راغلل نو زياته هيله وه چې هر څه به بدل شي خو هر څه بدل نۀ شول، دملي يو والي حکومت دتقرريو په نۀ ختميدونکې لړۍ کې نښتى اؤ دخلکو ژوند کې دکوم لويې بدلون راوستو کې ناکام پاتې شوى دى.

جائزه کې برخه اخستونکو خلکو ته وئيل شوي وؤ چې هغوي دې ديو کال وړاندې ژوند اؤ هيلو دموجوده ژوند سره موازنه وکړي.

خواؤشا ٦٩ؤ کسانو وئيلي دي هغوي دهغوي ژوند دتيريو کال په مهال لږ يا ډير زيات خراب شوى اؤ يواځې ٣٠ؤ فيصدو لږ ډير مثبت ځواب ورکړو.

ددې ترڅنګ خواؤشا ٤٦ؤ فيصدو وويل چې هغوي راتلونکو ١٢ؤ مياشتو کې دحالاتو دنور خرابيدو هيله کوي،٢٤ؤ فيصدو څخه لږو زياتو کسانو وويل هغوي ژوند کې دښه والي هيله کوي اؤ ٣٠ؤ فيصدو وويل ورته معلومه نۀ ده چې ژوند به يې څنګه وي.

سروى کې شريکو کسانو څخه دلسو هيوادونو اؤ تنظيمونو لړ کې رايې غوښتل شوې، هند ته د٦٢ؤ برخه والو څخه مثبته رايې ترلاسه شوې اؤ پاکستان د3.7 فيصده سره فهرست کې ترټولو لاندې ؤ چې ورته دداعش څخه هم کم ملاتړ ترلاسه شوى کوم ته چې د5.8 فيصدو برخه والو ملاتړ ترلاسه شوى.

افغانستان کې دتشدد دپيښو سيوا کيدو څخه وروستو وخت په وخت په پاکستان دافغان چارواکو لخوا غږ شوى چې دپولې پورې غاړې دهاغو جنګيالو په ضد دې کلک ګامونه واخلي کوم چې افغانستان کې خونړو بريدونو کې ککړ دي خو پاکستان وائي افغانستان کې دامن خواهش لري اؤ دترهه ګرو په ضد روانو عملياتو کې فرق نۀ کوي.

ډيوډ سډنى وائي دپاکستان مايوسه کوونکى ريټنګ افغان اولس کې په لويه پيمانه دا تاثر په ډاګه کوي چې پاکستان دهغوي دهيواد دستونزو سبب دى.

XS
SM
MD
LG