لاس رسیدونکی لینک

پاکستان اؤ ايران بيلا بيلو څانګو کې په مرستې غزولو اتفاق کړى


وزيراعظم نوازشريف وويل چې دواړو هيوادونو ددوؤ نوؤ سرحدي کراسنګ پوائنټونو دپرانستو پريکړه هم کړې ترڅو دتجارتي اؤ معاشي هلو ځلو ډاډګيرنه وکړل شي اؤ اولسي تماسونو ته وده ورکړل شي.

پاکستان اؤ ايران دتجارت، معيشت اؤ انرجۍ په ګډون بيلا بيلو څانګو کې ددوه اړخيزه مرستې په سيوا کولو اتفاق کړى دى.

دغه څرګندونې دپاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف اؤ دايران صدر حسن روحاني اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال کړي دي.

وزيراعظم نوازشريف وويل چې دواړو هيوادونو ددوؤ نوؤ سرحدي کراسنګ پوائنټونو دپرانستو پريکړه هم کړې ترڅو دتجارتي اؤ معاشي هلو ځلو ډاډګيرنه وکړل شي اؤ اولسي تماسونو ته وده ورکړل شي.

هغه وويل دواړو هيوادونو په ګڼو مفاهمتي يادداښتونو لاسليکونه هم کړي چې ورسره به بيلا بيلو څانګو کې دخپل مينځي مرستې سيوا کولو کې مدد ترلاسه شي.

په دغه موقع ايراني صدر حسن روحاني وويل چې دپاکستان امنيت دايران اؤ دايران امنيت دپاکستان امنيت دى اؤ ددواړو هيوادونو دمحفوظولو اؤ پولې دپرامنه کولو لپاره يو بل سره لاسونه يو کول پکار دي.

هغه وويل نننو مذاکراتو کې ددواړو هيوادونو ترمينځ داړيکو اؤ معاشي مرسته کې داضافې په اړه دچارو جاج اخستل شوى.

حسن روحاني وويل خبرو اترو کې دانرجۍ، ګيس اؤ بجلۍ دبرامد په معاملو بحث شوى، دهغه وينا وه چې ددواړو هيوادونو ترمينځ اقتصادي مرسته کې داضافې پراخه موقعې موجودې دي.

هغه وويل ددواړو هيوادونو داړيکو دنور ښه کيدو، دوه اړخيزه تجارت اؤ ګوادر اؤ دايراني بندرګاه چاه بهار دپيوست کولو امکانات ويني.

له دې وړاندې وزيراعظم نوازشريف اؤ ايراني صدر حسن روحاني اسلام اباد کې دهيئتونو په کچه په مختلفو چارو خبرې اترې وکړې، دواړو مشرانو په دوه اړخيزه اړيکو، سيمه ييزو اؤ نړيوالو چارو بحث وکړو.

ددغو مذاکراتو په مهال پاکستاني وزيراعظم سره خارجه مشاور سرتاج عزيز، دخزانې وزير اسحاق ډار، داوبو اؤ بجلۍ وزير خواجه اصف، دپيټروليم وزير شاهد خان عباسي، دتجارت وزير خرم دستګير، دماحولياتي بدلون وزير زاهد حامد اؤ دوزيراعظم ځانګړى مرستيال طارق فاطمي هم موجود وؤ.

دايران صدر تيره ورځ اسلام اباد ته په دوه ورځنۍ دوره رسيدلى ؤ، دکال ٢٠١٢م څخه راپديخوا دکوم ايراني صدر دپاکستان دا لمړۍ دوره ده، هغه سره ددغه دورې په مهال دکابينې وزيران، لوړپوړي چارواکي اؤ تجارتي شخصيات هم ملګري دي.

له دې وړاندې دايران پخوانى صدر محمود احمدي نژاد فرورۍ کال ٢٠١٢م کې اسلام اباد کې يو درې فريقې کانفرنس کې ګډون لپاره تللى ؤ.

سږکال ايران څخه دبين المللي بنديزونو دپورته کيدو څخه وروستو دصدر روحاني دپاکستان دې دورې ته ددواړو هيوادونو داقتصادي اؤ تجارتي اړيکو دودې په اړه زيات ارزښت ورکولى شي.

XS
SM
MD
LG