لاس رسیدونکی لینک

عراق : ځانمرګي بريد کې ٣٠ کسان وژل شوي،٦٠ ژوبل


دچارواکو وينا ده دپلازمينې بغداد څخه ٤٠ کلو ميټره لرې دجنوبي ښار اسکندريه په يو کلي کې دفټبال ديو سيمه ييز ټورنامنټ څخه وروستو په لوبغاړو ټرافيانې ويشل کيدې چې په دغه مهال ځانمرګي دخلکو په مينځ کې ځان والوځولو.

عراقي چارواکي وائي دعراق په داسکندريه ښار په يو پارک ترسره شوي ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه ٣٠ کسان وژل شوي اؤ د٦٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.

دچارواکو وينا ده دپلازمينې بغداد څخه ٤٠ کلو ميټره لرې دجنوبي ښار اسکندريه په يو کلي کې دفټبال ديو سيمه ييز ټورنامنټ څخه وروستو په لوبغاړو ټرافيانې ويشل کيدې چې په دغه مهال ځانمرګي دخلکو په مينځ کې ځان والوځولو.

ديو عيني شاهد ١٨ کلن شاهدعلي ناشمي ترمخه ځانمرګي دخلکو په ګڼه ګوڼه کې ځان لپاره لار پيدا کړل اؤ ددستورې مينځ ته يې ځان ورسولو اؤ ځان يې هاغه مهال والوځولو کله چې ميئر احمد شاکر په لوبغاړو انعامونه ويشل.

تندروه ډلې داعش ددغه حملې ذمه واري په غاړه اخستې ده.

داسکندريه دهسپتال طبي عملې دمړو دشميرې پخلى کړى اؤ پکې يې دزياتوالي انديښنه څرګنده کړې ده.

XS
SM
MD
LG