لاس رسیدونکی لینک

دامريکا اؤ روس لخوا دشام دنوي ائين لپاره هلې ځلې


دزيارت په ورځ ماسکو کې دڅلورو ګينټو داوږدې ليدنې څخه وروستو دامريکا خارجه وزير جان کيري اؤ دروس صدر ولاديميرپيوټن اتفاق وکړو چې دامريکا اؤ روس مرسته جګړه ځپلي شام کې په غيرمتوقعې توګه اوربند کولو کې کاميابه پاتې شوې.

امريکا اؤ روس وئيلي دي چې اګست پورې دشام دنوي ائين مسوده تياريدل پکار دي، هغوي شامي حکومت اؤ حزب اختلاف څخه دټولو سياسي بنديانو دپريښودو په غوښتنه اتفاق کړى، په ځانګړې توګه دهاغو بنديانو کوم چې کمزوري دي يا دخطرې سره مخ دي.

دزيارت په ورځ ماسکو کې دڅلورو ګينټو داوږدې ليدنې څخه وروستو دامريکا خارجه وزير جان کيري اؤ دروس صدر ولاديميرپيوټن اتفاق وکړو چې دامريکا اؤ روس مرسته جګړه ځپلي شام کې په غيرمتوقعې توګه اوربند کولو کې کاميابه پاتې شوې.

جان کيري وويل هغه داوربند دخلاف ورزيو څخه خبر دى خو ددې په احتياط سره څارنه کولى شي.

کيري اؤ دهغه روسي سيال سرګۍ لاروف دشپې ناوخته کريملن کې داوږدو مذاکراتو څخه وروستو يو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته وينا وکړه چې پکې ځينې اختلافونه مخې ته راغلل.

خو کيري اؤ لاروف دواړو دغلته موجودو صحافيانو ته باور ورکړو چې واشنګټن اؤ ماسکو شام کې اوږدمهاله امنيت پځايې کول، دبشري خواخوږۍ په اساس دمرستو ورکړه کې اضافه اؤ سياسي بدلون پيل کول غواړي.

دواړو مشرانو ختيز يوکرين کې داوربند دخاتمې لپاره دسياسي حل ملاتړ وکړو اؤ منسک کې يې په ترسره شوؤ لوظنامو دعمل درامد لپاره ټينګار وکړو.

هغوي دنهې په ورځ برسلز کې په ترسره شوؤ ترهه ګريزو بريدونو هم خبرې وکړې.

جان کيري دجمعې په ورځ دبيلجئيم اولس سره دترهه ګرۍ په ضد ديو والي څرګندونې لپاره اروپا ته رسيږي.

XS
SM
MD
LG