لاس رسیدونکی لینک

دايران صدر په دوه ورځني سفر پاکستان ته رسيدلى


دپاکستان دسرکاري ميډيا ترمخه دغه دوره کې به ايراني صدر سره وزيران، لوړپوړي چارواکي اؤ کاروباري شخصيات هم ملګري وي.

دايران صدر حسن روحاني په دوه ورځنۍ دوره دجمعې په ورځ پاکستان ته رسيدلى چرته چې به هغه پاکستاني مشرانو سره په مهمو سيمه ييزو اؤ نړيوالو چارو خبرې اترې کوي.

٢٠١٣م کې دصدارت دچوکۍ سمبالولو څخه وروستو پاکستان ته دصدر روحاني دا لمړۍ دوره ده دکوم بلنه چې هغه ته ددغه هيواد وزيراعظم نوازشريف ورکړې وه.

دپاکستان پلازمينې اسلام اباد ته په رسيدو ددغه هيواد وزيراعظم ميا نوازشريف ايراني صدر ته هرکلى وئيلى اؤ هغه ته د٢١ؤ توپو سلامي ورکړل شوې ده.

ايراني صدر سره ددغه سفر په مهال دکابينې غړي، لوړپوړي چارواکي اؤ کاروباري شخصيات هم ملګري دي.

خپل پاکستاني سيال ممنون حسين اؤ وزيراعظم نوازشريف سره به ليدنو کې صدر روحاني په دوه اړخيزه مرستې، په سيمه ييزو اؤ نړيوالو چارو خبرې اترې کوي.

سږکال ايران څخه دبين المللي بنديزونو دپورته کيدو څخه وروستو دصدر روحاني دپاکستان دې دورې ته ددواړو هيوادونو داقتصادي اؤ تجارتي اړيکو دودې په اړه زيات ارزښت ورکولى شي.

هيله کيږي چې دې دوره کې به ددواړو هيوادونو ترمينځ دګيس پا ئپ لا ئن منصوبې کار کې په پرمختګ خبرې اترې کولى شي.

XS
SM
MD
LG