لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دماسکو په هوائي اډه په لسګونو پاکستانيان ايسار کړل شوي،راپور


دپاکستاني ميډيا ترمخه د١٥٠ؤ څخه زيات پاکستانيان دماسکو په هوائي اډه چارواکو دتيرو څو ګينټو راهسې ايسار کړي اؤ دهغوي دايسارولو کومه وجه هم نۀ ده ښودل شوې.

ماسکو کې دپاکستان سفير قاضي خليل الله وئيلي دي چې دمعاملې څخه دخبريدو څخه سمدستي دروس خارجه وزارت سره رابطه شوې ده.

هغه وئيلي دي چې په ائيرپورټ دموجودو کسانو به هره ممکنه مرسته کولى شي اؤ دماسکو په هوائي اډه دپاکستاني سفارت خانې دروسي ژبې وئيونکى افسر هم موجود دى.

په عين حال کې دپاکستان دخارجه دفتر دوياند نفيس ذکريا ترمخه ماسکو کې دايسارو کړل شوؤ پاکستانيانو مرستې لپاره سفارت خانه روسي چارواکو سره تماس کې ده خو دهغه وينا ده چې په هوائي اډه دپاکستانيانو دايسارولو وجوهات مخې ته نۀ دي راغلي.

دزيارت په ورځ اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال نفيس ذکريا وويل چې تر دې مهاله ٤٨ پاکستانيان دروس څخه ملک بدر کړى شوي اؤ ٨٤ اوس هم دماسکو په هوائي اډه موجود دي کوم چې دزيارت په ورځ څه وخت هم رارسيدلى شي.

وئيل کيږي دغه کسان پاکستاني تاجران دي اؤ ماسکو کې روان يو نمائش کې ګډون لپاره دغلته تللي وؤ.

دې کسانو کې ځينو په موبائيل فونونو سره ويډيو ګانې جوړې کړي اؤ دټولنيزو رابطو په ويب سائټونو يې جاري کړي چې پکې خلک دپريشانۍ په حالت کې ښودل شوي دي.

دغه کسان دريځ لري چې ټول ضروري سفري دستاويزات لري اؤ روسي چارواکو بغير دڅه وجې ايسار کړي دي.

ددغو پاکستانيانو وينا ده چې دهغوي سره ځينې ترک وګړي هم لمړى چارواکو ايسار کړي وؤ خو وروستو يې هغوي ته دتللو اجازه ورکړه.

ماسکو کې دپاکستانيانو دايسارولو دغه پيښه په داسې حال کې رامينځته شوې چې دوه ورځې دمخه دبيلجئيم پلازمينه برسلز کې دترسره شوؤ بمي چاؤدنو څخه وروستو اروپا کې په هوائي اډو سخت امنيتي انتظامات شوي دي اؤ روسيې هم امنيتي تدابير سخت کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG