لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرپښتونخوا : وسله والو دمذهب دسپکاوي په تور ککړ تن وژلى


 دنړيوالې خبري ادارې اى ايف پي ترمخه دپوليسو وينا ده چې هغوي شک کوي چې دغه تن وروستو له هغې په نخښه کړل شوى چې هغه ځان پيغمبر اعلان کړو( کوم چې مسلمانان يو غيراسلامي عمل ګڼي)
دنړيوالې خبري ادارې اى ايف پي ترمخه دپوليسو وينا ده چې هغوي شک کوي چې دغه تن وروستو له هغې په نخښه کړل شوى چې هغه ځان پيغمبر اعلان کړو( کوم چې مسلمانان يو غيراسلامي عمل ګڼي)

پوليس وائي چې دنهې په ورځ دپاکستان دخيبرپښتونخوا دچارسدې ضلعې په شبقدر سيمه کې وسله والو يو دوکاندار دمذهب د شکمن سپکاوي کولو په تور وژلى دى.

دنړيوالې خبري ادارې اى ايف پي ترمخه دپوليسو وينا ده چې هغوي شک کوي چې دغه تن وروستو له هغې په نخښه کړل شوى چې هغه ځان پيغمبر اعلان کړو( کوم چې مسلمانان يو غيراسلامي عمل ګڼي)

دپاکستان دانګريزۍ ژبې ورځپاڼې ايکسپريس ټريبون هم پخپل يو راپور کې دپوليسو اؤ يو سيمه ييز تن له خُلې وئيلي دي چې دغه ٥٠ کلن سړى دګل په ماښام په کتوزۍ ملک اباد نومې سيمه کې دخپل دوکان دننه ناست ؤ چې په موټر سائيکل دوه کسان ورغلل اؤدهغوي څخه يو په دغه تن ډزې وکړې.

ورځپاڼه دوژل شوي تن دګاونډيانو له خُلې وائي دغه تن تر څه وخته دليونو په هسپتال کې داخل کړل شوى ؤ، هغوي وائي دغه تن به دخُلې څخه دمذهب دسپکاوي ګډوډ لفظونه ويستل.

سيمه ييز اوسيدونکي وائي ځينو نامعلومو کسانو خبردارى ورکړى ؤ چې دغه تن به مرد اعلانوي اؤ دګل په ورځ هغه ووژل شو.

دمذهب دسپکاوي په تور دوژل شوي دغه تن دوژلو ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې خو روانه مياشت کې دچارسدې ضلعې په شبقدر سيمه کې يوه عدالتي احاطه کې دترسره شوې بمي چاؤدنې ذمه واري دکالعدم تحريک طالبان جماعت الاحرار ډلې په اړه اخستې وه اؤ دا يې د پنجاب دپخواني ګورنر سلمان تاثير دوژونکي ممتاز قادري دتيزندي کولو بدل ګرځولى، دغه چاؤدنه کې خواؤشا١٧ کسان وژل شوي وؤ.

په پاکستان کې دمذهب سپکاوى يوه حساسه معامله ده، په دغه هيواد کې دمذهب دسپکاوي دتورونو په اساس په زرگونو خلک راپاريږي اؤ دمذهب دسپکاوي شکمن تن ته دعدالتي پريکړو دانتظار کولو څخه پرته پخپله سزا ورکوي.

په دغه شان پيښو کې دپنجاب صوبې پخوانى گورنر سلمان تاثير، پخوانى مرکزي وزير شهباز بهټي وژل شوي اؤ دلاهور په رادها کشن سيمه کې خواري کښ عيسائي ښځه اؤ خاوند دمذهب دسپکاوي ددروغو دتورونو په اساس دښختو په هاغه بهټۍ کې سوځول شوي وؤ چې هغوي به پکې په مزدورۍ کار کولو.

پاکستان کې دمذهب دسپکاوي قانون دخپل اصل مقصد پځايې په غلطه توگه استعماليږي اؤ اکثره طاقتور اؤ بااثره خلک دغه قانون دکمزورو خلکو په ضد کاروي اؤ هغوي دمرگ خُلې ته ليږي.

پاکستان کې که هر څو دمذهب دسپکاوي قانون په غلطه توگه کارول کيږي خو دټولنيز فشار اؤ تندروه ډلو دگواښ له امله سياست دانان دمذهب دسپکاوي قانون کې دڅه قسمه بدلونونو کولو څخه ډډه کوي. خو دپاکستان سترې محکمې په ډاگه کړې ده چې دمذهب دسپکاوي قانون دانسانانو لخوا جوړ شوى اؤ دانسانانو لخوا جوړ شوي قانون کې داصلاح گنجائش موجود وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG