لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ايري زونا انتخابات کلنټن او ټرمپ ګټلي


دواړو کانديدانو په ښکاره ډول ګټه ترلاسه کړې ده او د لمړو کتنو ترمخه دواړو د خپلو نزدو سيالانو نه۲۰ فيصده زيات ووټونو اخستي دي .
دواړو کانديدانو په ښکاره ډول ګټه ترلاسه کړې ده او د لمړو کتنو ترمخه دواړو د خپلو نزدو سيالانو نه۲۰ فيصده زيات ووټونو اخستي دي .

د امريکا د ريپبلکن ګوند کانديد ډونلډټرمپ او د ډيموکريټک ګوند هيلري کلنټن د نهې په ورځ د خپلو خپلو ډلو پرائيمري انتخابات ګټلي دي .

دواړو کانديدانو په ښکاره ډول ګټه ترلاسه کړې ده او د لمړو کتنو ترمخه دواړو د خپلو نزدو سيالانو نه۲۰ فيصده زيات ووټونو اخستي دي .

ولې په يوټاه رياست کې نتيجې لا غېر واضحه دي هلته په غټه شمېره کې د مورمن فرقې سره تعلق لرونکي مېشت دي . د انتخاباتو نه وړاندې په نظرپوښتنو کې ټيډکروز ته هلته برتري حاصله وه ، ولې هغه ته به په ټولو ډيليګېټس کې د نيمي نه زيات ووټونه ترلاسه کول وي . ګنې په بل صورت کې به د نورو ووټونو د شمېرې په حساب ډيليګېټس په کانديدانو وېشلی شي .

د لمړو کتنو ترمخه د پخوانۍ خارجه وزيرې هيلري کلنټن په يوټاه او ائيډاهو کې د خپل سيال برني سېنډرز سره سخته مقابله وشوه .

بل لور ته د ريپبلکن کانديد ټيډکروز او جان کاسيچ هڅه کوي چې د ريپبلکن ګوند د څلور کاليزې غونډې نه وړاندې د صدارتي کانديد نومول کېدو دپاره پکار ۱۲۳۷ ډيليګېټس ټرمپ ته مېلاؤ نه شي .

د دې په ځاې هغوې غواړي چې په غونډه (کنونشن) کې ښکاره رايې شماري وشي .

د کال ۲۰۱۲م د صدارتي انتخاباتو دپاره نومول شوي صدارتي کانديد مټ رومني اعلان کړی ؤ چې د نهې په ورځ کېدونکو انتخاباتو کې به ټيډکروز ته ووټ ورکوي او نورو ته به هم دغه وينا کوي ځکه چې د هغه په وينا د ټرمپ د مخې نيولو دا يواځينۍ لار ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG