لاس رسیدونکی لینک

داعش برسلز کې د حملو ذمه واري واخسیته، د وژل شوو کسانو شمیره ٣٠ ده


دغه چاؤدنې دهوائي اډې درخصتۍ په هال کې ترسره شوي دي چې په نتيجه کې يې دودانۍ شيشې هم ماتې شوي دي، دچاؤدنو نوعيت تر دې مهاله نۀ دى معلوم شوى، په هوائي اډه تر نامعلومې مودې هلې ځلې ځنډول شوي دي.

د داعش وسله والې ډلې د بلیجیئم په سرښار برسلز کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د حملو ذمه واري په غاړه واخیسته. د امریکې نیویارک ټائمز ورځپاڼي ترمخه، داعش ویلي د ډلې وسله والو د بمونو او د ځان وژونکو په زریعه په برسلز حملې وکړې.

او مطبوعات وايي په چاودنو کې د وژل شوو کسانو شمیره ٣٠ ته رسیدلې ده. ١٣٠ نور کسان زخمیان شوې دي.

د امریکې صدر براک اوباما چې دا مهال د کیوبا په سفر دی، د برسلز حملې يي وغندلې او بیلجیئم سره د ملاتړ اعلان يي وکړو.

د حملو په ردعمل کې د بیلجیئم وزیراعظم چارلز میشیل په هیوادوالو غږ په ارام او په اتحاد د پاتی کیدول غږ وکړو او وې ویل "دا زمونږ په ملک کې یوه توره شیبه ده."

د بیلئیجم سرکاري وکیل ویل یوه چاودنه ځانمرگي حمله ښکاره کیږي او مقامي مطوعات وايي په هوائي اډه د چاودنو په وخت په عربۍ ژبه کې اوازونه اوریدلی شوي دي.

په بیلجیئم کې مامورینو هیواد ته د ممکنه خطر کچه د انتهائي حده پورې اوچته کړې ده. د برسلز هوائي اډه او د ښار د اورگاډو نظام تړل شوی دی.

د جرمني په فرینکفرټ، د برطانيی په لندن، د فرانس په پیرس او د هالینډ په هوائي اډو حفاظتي اقدامات هم سخت کړی شوي دي.

او د امریکې صدر براک اوباما چې دا مهال د کیوبا په دوره دی، په هوانا کې ورته د بیلجیئم د واقعاتو حال ورکړی شوی دی. د وائټ هاوس مامورین وايي امریکائي چاوراکې د بیلجیئم سره په رابطه کې دي.

په برسلز کې چاودنې په داسې حال کې شوي دي چې څو ورځې وړاندې تیر په ښار کې یو مشکوک وسله وال صالح عبدالسلام ونیول شو. هغه تیر کال د پیرس په حملو کې مرکزي کرداری گڼلی کیږي

دميډيا راپورونو کې دغه چاؤدنې دځانمرګي بريد نتيجه هم ګرځول شوې خو چارواکو ددې پخلى نۀ دى کړى.

دبيلجئين ميډيا راپورونه وائي چې دپيښې ځايې کې دډزو غږونه هم اوريدل شوي دي.

دټيلي ويژن فوټيج کې ښودل شوي چې دچاؤدنو څخه وروستو دويرې له حالت کې خلک دهوائي اډې داحاطې څخه تيښته کوي.

له دې وړاندې بيلجئيم کې چارواکي وئيلي وؤ چې برسلز کې په نړيواله هوائي اډه ترسره شوؤ دوؤ چاؤدنو کې يو تن وژل شوى اؤ ګڼ شمير نور ژوبل شوي دي.

دغه چاؤدنې دهوائي اډې درخصتۍ په هال کې ترسره شوي دي چې په نتيجه کې يې دودانۍ شيشې هم ماتې شوي دي، دچاؤدنو نوعيت تر دې مهاله نۀ دى معلوم شوى، په هوائي اډه تر نامعلومې مودې هلې ځلې ځنډول شوي دي.

دنهې په ورځ دغه چاؤدنې څو ورځې وروستو له هغې وشوې چې بيلجئين پوليسو صلاح عبدالسلام نومې تن ونيولو، څوک چې تيرکال دنومبر په مياشت کې پيرس کې ترسره شوؤ هاغو ترهه ګريزو حملو کې ککړ ؤ چې پکې ١٣٠ کسان وژل شوي اؤ د٣٠٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG