لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ټوئنټي ورلډ کپ : دپاکستان اؤ نيوزي لينډ ترمينځ مهم ميچ نن لوبيږي

 دشاهد افريدي په مشرۍ بنګله ديش ته په ماتې ورکولو ايونټ کې غوره اغاز کوونکى پاکستاني ټيم دګاونډي رقيب هيواد هند څخه په ماتې خوړو اوس داسې پړاؤ ته رسيدلى چې دنيوزي لينډ څخه دماتې خوړو په صورت کې ورلډ ټي ټوئنټي کې ستونزو سره مخ کيدى اؤ دګټې په صورت کې سيمي فائنل ته درسيدو په پوزيشن کې راتللى شي.

دټي ټوئنټي ورلډ کپ ګروپبي کې به نن پاکستان خپل مهم ميچ دنيوزي لينډ په ضد لوبوي.

دشاهد افريدي په مشرۍ بنګله ديش ته په ماتې ورکولو ايونټ کې غوره اغاز کوونکى پاکستاني ټيم دګاونډي رقيب هيواد هند څخه په ماتې خوړو اوس داسې پړاؤ ته رسيدلى چې دنيوزي لينډ څخه دماتې خوړو په صورت کې ورلډ ټي ټوئنټي کې ستونزو سره مخ کيدى اؤ دګټې په صورت کې سيمي فائنل ته درسيدو په پوزيشن کې راتللى شي.

دپاکستان دسيمه ييز وخت مطابق به دغه ميچ دماښام اووۀ بجې پيل کيږي.

بنګله ديش ته په لويې مارجن دماتې ورکولو له امله پاکستان ته رن ريټ کې په روايتي رقيب کرکټ ټيم هند برتري ترلاسه ده اؤ هند هم دپاکستان پشان يو ميچ کې دماتې سره مخ شوى اؤ بل کې يې پاکستان ته ماتې ورکړې خو پاکستاني ټيم ته راتلونکو دوؤ ميچونو کې دنيوزي لينډ اؤ اسټريليا پشان دلويو ټيمونو په ضد لوبيدل دي.

دنيوزي لينډ ټيم دا مهال غوره فارم کې دى، لمړى ميچ کې نيوزي لينډ کوربه ټيم هند ته په ماتې ورکولو سره دکرکټ مينه وال حيران کړي وؤ اؤ بيا يې اسټريليا ته په ماتې ورکولو سره سيمي فائنل ته درسدو امکان روښانه کړى.

خو دهند څخه دماتې خوړو باوجود دنيوزي لينډ په ضد پاکستان دکرکټ ټيم غوره انداز کې دلوبې کولو اراده لري اؤ تيره ورځ موهالي کې دکوچ وقار يونس په مشرۍ پاکستاني ټيم ددريوؤ ګينټو پريکټس سيشن کې برخه اخستې ده.

دپريکټس سشين په مهال فاسټ بولر وهاب رياض اؤ بيټسمين محمد حفيظ زخمي شوي وؤ اؤ دهغوي په ځايې ټيم کې دخالد لطيف اؤ عماد وسيم دشاملولو امکان دى.

دپاکستان دټي ټوئنټي ټيم کپتان شاهد افريدي منلې ده چې دروايتي رقيب هيواد هند په ضد ميچ کې تيروتنې شوي چې له امله يې هغوي دماتې سره مخ شول خو دغه ماتې وس دماضي برخه جوړه شوې اؤ هغوي اوس مخ په وړاندې ګوري.

هند څخه دماتې خوړو څخه وروستو په پاکستاني ميډيا ورلډ ټي ټوئنټي څخه وروستو کپتانۍ څخه دشاهد افريدي دلرې کولو په اړه راپورونه ورکړي خو شاهد افريدي وئيلي دي نۀ خو هغه اخبار لولي اؤ نۀ هم دټولنيزې ميډيا استعمال کوي نو له دې امله ورته نۀ ده معلومه چې څوک څه وائي.

شاهد افريدي وئيلي دي دنيوزي لينډ په ضد ميچ ډير مهم دى اؤ دهغه ټوله توجو هم ددغه ميچ په لوري ده.

بل لوري ته دکيويز کوچ مائيک هيسن وئيلي دي چې هند اؤ اسټريليا څخه دميچونو ګټلو وروستو دهغوي حوصلې لوړې دي خو دپاکستان ټيم هم دميچ ګټلو توان لري نو ځکه به دهغوي په ضد په احتياط لوبيدل وي.

مائيک هيسن دا هم وئيلي دي چې دپاکستان دغيرمستقل مزاجۍ اؤ فاسټ باؤلنګ اټيک په وجه دهغوي په ضد ميچ دکوم چيلنج څخه کم نۀ دى.

که دنيوزي لينډ ټيم دې ميچ کې دپاکستان په ضد کامياب شي نو سيمي فائنل لپاره به کواليفائي کوونکى دايونټ لمړى ټيم جوړ شي خو دې ميچ کې دناکامۍ صورت کې به سيمي فائنل پورې دپاکستان درسيدو امکانات برقراره وي.

پاکستان خپل لمړي ميچ کې بنګله ديش ته په ٥٥ رنز ماتې ورکړې وه اؤ دهند څخه يې په پينځوؤ وکټو ماتې خوړلې وه خو ددې باوجود پاکستان په پوائنټس سکورنګ ټيبل دغوره رن ريټ له امله په دوهم نمبر دى.

نيوزي لينډ تر دې مهاله ناقابل شکست پاتې شوى ، نيوزي لينډ لمړي ميچ کې هند ته په ٤٧ اؤ اسټريليا ته په ٨ رنز ماتې ورکړې وه اؤ دا مهال ګروپ کې په لمړي پوزيشن دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG