لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هوانا کې د صدر براک اوباما د کیوبا هم منصب سره تاریخي ملاقات


د امریکې صدر براک اوباما د کیوبا د خپلې تاریخي دورې په مهال په هوانا کې د صدر راول کاسټرو سره په انقلاب محل کې لیده کاته وکړل
د امریکې صدر براک اوباما د کیوبا د خپلې تاریخي دورې په مهال په هوانا کې د صدر راول کاسټرو سره په انقلاب محل کې لیده کاته وکړل

د امریکې صدر براک اوباما د کیوبا د خپلې تاریخي دورې په مهال په هوانا کې د صدر راول کاسټرو سره په انقلاب محل کې لیده کاته وکړل.

د کیوبا سرښار هوانا کې د گل، دوشنبې، په ورځ، پیلس اف دي ریولوشن یا انقلاب محل کې صدر راول کاسټرو د خپل میلمه، صدر اوباما، هرکلی وکړو او بیا دواړو په شریکا د فوجي پریډ معائنه وکړه.

دواړو صدرانو په گرمجوشۍ یو بل ته لاس ورکړل او د صحافیانو کیمرو ته د تصویرانو دپاره ودریدل.

انقلاب محل کې د صدر راول کاسټرو سره د ملاقات وړاندې، صدر اوباما د هوزی مارټي په یادگار گلونه کښیودل چې کیوبا د ازادۍ اتل دی.

کیوبا د دورې په مهال د صدر براک اوباما په ډله کې د امریکې د کانگرس غړي او امریکائي سرمایه کاران هم شامل دي.

صدر براک اوباما د اتوار، یک شنبې، په ورځ د کیوبا سر ښار هوانا ته ورسیدو چې په تیرو نوي کلونو کې د کیوبا دوره کونکی وړمبی صدر دی.

کیوبا ته په رسیدو، صدر اوباما، د هغه میرمن میشیل اوباما او دواړو لونړو ته په هوائي اډه دصدر راول کاسټرو پرځائې د کیوبا خارجه وزیر برونو روډریگز هرکلی ووې.

هوانا ته د رسیدو سمدستي ورته صدر اوباما په کیوبا کې د امریکې سفارتې عملې او د هغوي کورنیو سره لیده کاته وکړل. په دې موقع هغه د امریکې سفارتي عملې ته وویل چې د کیوبا اولس سره نیغ په نیغه روابطې قائمولو دپاره دا یوه تاریخي موقع ده. صدر اوباما زیاته کړه چې کیوبا سره د سفارتي تعلقاتو بیا قائمیدو دلارې امریکا کولی شي چې خپل اقتدار او خپل مفاداتو ته په موثره توگه وده ورکړي او کیوبا د ولس د اندییښنو نه ځان خبر کړي.

هم د گل، دوشنبې، په ورځ به براک اوباما د راول کاسټرو له خوا د ماښام په رسمي ډوډۍ کې شرکت کوي.

د کیوبا د دورې په مهال به صدر اوباما د نهې په ورځ د کیوبا په ټیلي وژن وینا کوي چې پکې به هغه د دواړو هیوادونو د تعلقاتو د ائنده په اړه خپل نظر وړاندې کوي.

امریکا او کیوبا په کال نونسوه پنځه پنځوسم کې سفارتي تعلقات ختم کړې وو.

کیوبا د دورې نه څو ورځې وړاندې براک اوباما په واشنگټن کې په سټیټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت کې خپله وینا کې ویلي دي کیوبا سره د تیرو وختونو په ناکامه تگ لارې نه امریکا تیره شوي ده او د کیوبا ولس سره په سفارتي تعلقاتو کې يي نوی باب پرانستلی دی.

کیوبا سره تعلقات بیا برابرول صدر براک اوباما د خپل حکومت د خارجه تگ لارې اهمه کامیابي گڼي او وايي کیوبا د تنها ساتلو د امریکې پالیسي ناکامه شوي ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG