لاس رسیدونکی لینک

بلوچستان کې د دوه کمانډرانو په ګډون۱۲وسله وال وژل شوي


د ملېشې د وياند ترمخه وسله وال په امنيتي ځواکونو باندې حملو او سرکاري تنصيباتو ته په زيان اړولو کې ککړ وو .

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د ملېشې او استخباراتي ادارې په عملياتو کې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې د دوه مهمو کمانډرانو په ګډون ۱۲ وسله وال وژل شوي دي .

د ملېشې د چارواکو په وينا دغه عمليات د بلوچستان صوبې په کوهلو ضلع کې نن د ګل په ورځ ترسره شوي دي . او د لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي دوه مهم کمانډران بلوچ خان او جُنېر پکې سره د ۱۲ وسله والو وژل شوي دي .

د ملېشې وياند خان واسع وئيلي چې په کوهلو کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ ډزې هم شوي دي . هغه وئيلي د وسله والو نه په غټه کچه وسله ترلاسه کړی شوې ده .

د ملېشې د وياند ترمخه وسله وال په امنيتي ځواکونو باندې حملو او سرکاري تنصيباتو ته په زيان اړولو کې ککړ وو .

تېره شپه هم امنيتي ځواکونو د بلوچستان د کېچ ضلعې په بليدي علاقه کې په عملياتو کې د دوه تُندلارو د وژنې ادعا کړې وه .

بلوچستان صوبه چې د تېرې اوږدې مودې راهسې د بدامنۍ سره مخ ده ، په ورستيو کې پکې د ملېشې او امنيتي ځواکونو لخوا د وسله والو او تُندروه ډلو په ضد عمليات سېوا شوي دي .

XS
SM
MD
LG