لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکا په مرسته د ګومل زام ډېم د اوبه خور پروژه مکمل شوې


د دې پروژې سره به په سيمه کې کاروبار او سوداګري زياته شي او ۳۰زرو کورنو ته به د روزګار موقعې برابرې شي .
د دې پروژې سره به په سيمه کې کاروبار او سوداګري زياته شي او ۳۰زرو کورنو ته به د روزګار موقعې برابرې شي .

د پاکستان قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان کې د امريکا په مرسته د ګومل زام ډېم د اوبه خور پروژه مکمل شوې ده د کومې نه به چې د خېبرپښتونخوا صوبې په لکونو اېکړه ځمکې ته ټول کال اوبه ورکړی کيږي .

په اسلام اباد کې د امريکا د سفارتخانې نه جاري شوې خبرپاڼه کې وئيل شوي چې دا ځل به سفارتخانه د اوبو نړيواله ورځ (۲۲م مارچ) د امريکا د نړيوالې ترقۍ ادارې (يو اېس اېډ) په مرسته ګومل زام ډېم کې د اوبه خور د پروژې سرته په رسېدو نمانځي .

د خبرپاڼې ترمخه په کال ۲۰۱۱م کې دا پروژه پېل شوې وه . او د اووه کروړه او ۲۰ لاکه ډالرو په لګښت دغه پروژه کې د ۲۶۵ کلوميټره اوږد نهرونو يو نيټ ورک هم شامل دی کوم به چې ټول کال د خېبرپښتونخوا صوبې ټانک او ډېره اسماعيل خان ضلعو يو لاک او ۹۱ زره اېکړه ځمکو ته اوبه ورکوي .

د دې پروژې سره به په سيمه کې کاروبار او سوداګري زياته شي او ۳۰زرو کورنو ته به د روزګار موقعې برابرې شي .

يو اېس اېډ په ځايي کچه زميدارو ته د غوره او قيمتي فصلونو تيارولو د مرستو په لړ کې د خېبرپښتونخوا حکومت سره په ملګرتيا کار کوي .

د دې پروژې لاندې به د اوبو کارؤنکو خلکو ۴۰۰ اتحاديو او د ښځو د خېرښېګړې دپاره کارکوؤنکو ډلو ته مرستې ترلاسه شي ، څوک چې ځايي ابادۍ ته د اوبو خور نظام روان ساتي .

د يو اېس اېډ مشن ډائريکټر جان ګرورک وئيلي د ګوم زامل ډېم د اوبه خور پروژه به د خېبرپښتونخوا اوسېدونکو ته د روزګار موقعې زياتې کړي او امدن به يې سېوا شي .

ځايي خلک دغه پروژه ستايي او وايي دې سره به يې فصلونه محفوظ شي او زميداره به يې يو په دوه سېوا شي .

د ټانک ضلعې د ګومل علاقې رحيم شاه ډيوه ريډيو سره خبرو کې وئيلي د ګومل زام ډېم د اوبه خور د پروژې نه وړاندې دغلته د اوبو د راټينګولو څه بندوبست نه ؤ او چې کله به زياتې سېلابي اوبه راغلې د خلکو نه به يې تيار فصلونه يوړل او تباهي به يې خوره کړه .

نوموړی وايي دا دويم کال دی چې ددې پروژې سره نه يواځې دلته فصلونه سمبال شوي بلکې ښه فصلونه هم کيږي .

همايون خان چې د ډېره اسماعيل خان کولاچي تحصيل سره تعلق لري وايي ۷۰۰۰ کناله د کرکيلې ځمکه لري، او زياتوي که څه هم د ده ځمکې ته لا نهر نه دی رارسېدلی خو د کومو علاقو پورې چې نهرونه راغلي هلته د روايتي فصلونو په ځايې اوس نور ډېر فصلونه کرل کيږي کرل او هغه خپله هم هيله مند دی چې د روان کال پورې به دغه نهرونه د ده ځمکو ته راورسي او فصلونه به يې يوه په دوه شي .

په جنوبي وزيرستان کې د ګومل زام ډېم د امريکا په مالي مرسته جوړ شوی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG