لاس رسیدونکی لینک

دوبۍ څخه روس ته روانه الوتکه تباه،٦١ کسان مړۀ


دچارواکو وينا ده چې دخالي په سحر دمتحده عرب اماراتو دفضائي کمپنۍ فلا ئي دوبۍ بوئنګ 738-800 دروس د جنوبي ښار روستوف اوون ډون په هوائي اډه دراکوزيدو په مهال دپيښې ښکار شوه اؤ پکې اور ولګيدو چې په نتيجه کې يې الوتکه کې سوارۀ ٥٥ مسافر اؤ دعملې شپږ غړي مړۀ شول.

روسي چارواکي وائي دخالي په سحر ددوبۍ څخه دروس روستوف اوون ډون ښار ته تللې دمسافرو يوه الوتکه دلينډنګ په مهال دحادثې ښکار شوې چې په نتيجه کې يې ٦١ کسان مړۀ شوي دي.

دچارواکو وينا ده چې دخالي په سحر دمتحده عرب اماراتو دفضائي کمپنۍ فلا ئي دوبۍ بوئنګ 738-800 دروس د جنوبي ښار روستوف اوون ډون په هوائي اډه دراکوزيدو په مهال دپيښې ښکار شوه اؤ پکې اور ولګيدو چې په نتيجه کې يې الوتکه کې سوارۀ ٥٥ مسافر اؤ دعملې شپږ غړي مړۀ شول.

تر دې مهاله ددغه پيښې درامينځته کيدو علتونه نۀ دي په ډاګه شوي خو انديښنه څرګندولى شي چې پيښه دخراب موسم اؤ کمې رڼا له امله رامينځته شوې ده، راپورونه وائي چې الوتکې دراکوزيدو په انتظار کې فضاء کې تر دوؤ ګينټو چکرې وهلې اؤ وروستو يې چې کله دراکوزيدو هڅه وکړه نو په ځمکه راپريوته اؤ ټوټې ټوټې شوه اؤ پکې اور ولګيدو.

دغه الوتکه ددوبۍ څخه راروانه وه چې پکې ٥٥ مسافر اؤ دعملې شپږ غړي ناست وؤ اؤ چارواکي وائي چې الوتکه کې سورو کسانو کې يو هم ژوندى نۀ دى پاتې شوى، زياتره کسان روسي وګړي وؤ.

XS
SM
MD
LG