لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ټوئنټي ورلډکپ : دپاکستان اؤ هند ترمينځ لويه مقابله نن کيږي

 دپاک وهند ددغه مهمې مقابلې کتلو لپاره ددواړو هيوادونو مينه وال په انتظار دي، ددواړو ټيمونو ترمينځ دمقابلې دليدلو لپاره ټکټونه دوړاندې څخه خرڅ شوي اؤ دګنجائش څخه دزياتو ان لا ئن ټکټونو په خرڅيدو مينه والو ته دقرعه اندازۍ په ذريعه ټکټونه ورکړل شوي دي.

دټي ټوئنټي ورلډ کپ په مهال دروايتي رقيبو هيوادونو پاکستان اؤ هند دقومي کرکټ ټيمونو ترمينځ به يو مهم ميچ نن ايډن ګارډن سټيډيم کولکته کې ماښام مهال ترسره کيږي.

دپاک وهند ددغه مهمې مقابلې کتلو لپاره ددواړو هيوادونو مينه وال په انتظار دي، ددواړو ټيمونو ترمينځ دمقابلې دليدلو لپاره ټکټونه دوړاندې څخه خرڅ شوي اؤ دګنجائش څخه دزياتو ان لا ئن ټکټونو په خرڅيدو مينه والو ته دقرعه اندازۍ په ذريعه ټکټونه ورکړل شوي دي.

له دې وړاندې ايشياء کپ کې دپاکستاني ټيم په ٨٣ رنز داوټ کولو څخه وروستو دهندي ټيم حوصلې لوړې وې خو اوس صورتحال لږ شان مختلف دى.

څيړونکي وائي دبنګله ديش په ضد لمړي ميچ کې دپاکستان دګټې اؤ دنيوزي لينډ څخه په ماتې خوړلو هندي ټيم تر يو حده نفسياتي فشار سره مخ دى اؤ ددې ترڅنګ دکولکتې تاريخ پاتې شوى چې دغلته پاکستاني ټيم دهند په ضد لوبول شوؤ ټولو ميچونو کې کامياب پاتې شوى دى.

پاکستان دبيټنګ څانګه کې شرجيل خان، احمدشهزاد، محمد حفيظ، عمراکمل، وکټ کيپر سرفراز احمد، ال راؤنډر اؤ دټيم کپتان شاهد افريدى، شعيب ملک اؤ عماد وسيم لري.

دبولنګ څانګه کې محمد عامر، محمد عرفان اؤ وهاب رياض، شاهد افريدى،عماد وسيم اؤ شعيب ملک موجود دي.

کولکته کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دپاکستاني کرکټ ټيم کوچ وقار يونس وويل دا خبره سمه ده چې پاکستان اؤ هند په تاريخي لحاظ سره ديو بل رقيبان پاتې شوي خو بايد کرکټ ديوې لوبې په توګه واخستل شي.

هغه وويل دا خبره هم سمه ده چې ورلډ کپ کې تر دې مهاله هغوي هند څخه ميچ نۀ دى ګټلى خو تاريخ هم بدليږي.

وقار يونس وويل دهغوي ټيم ښه فارم کې دى اؤ لمړي ميچ کې يې بنګله ديش ته ماتې هم ورکړې ده نو ځکه زيات باور لري چې دا ځل به دهند په ضد تاريخ بدل کړي.

دهغه وينا وه دکومې جذبې سره چې يې ټيم لمړي ميچ کې ميدان ته ورغلى ؤ که هم هاغسې جذبه پاتې شوه نو پاکستان به ضرور ميچ وګټي.

هغه وويل دا لمړى ځل دى چې هند کې په لوبيدو به په هندي ټيم زيات فشار وي ځکه چې هغوي خپل لمړى ميچ بائيللى اؤ ويره لري چې لويې ټورنامنټ دى اؤ د بل ميچ په بائيللو چرې بهر نۀ شي.

وقار وويل کولکته دهغوي لپاره تل ښه پاتې شوې اؤ دهغوي لوبغاړي دکنډيشن څخه هم خبر دي.

دپاکستان اؤ هند ددغه ميچ کتلو لپاره دپاکستاني کرکټ ټيم پخوانى کپتان عمران خان اؤ هند کې پاکستاني هائي کمشنر عبدالباسط هم کولکتې ته رسيدلي دي.

هند سره دميچ څخه دمخه به عمران خان پاکستاني لوبغاړو سره ليدنه کوي اؤ هغوي ته به مشورې ورکوي.

دپاک وهند ددغه مهم ميچ کتلو لپاره به دهند دسپورټس اؤ شوبز مهم شخصيات هم سټيډيم کې موجودوي چې پکې به دهندي فلمونو اداکار اميتابهـ بچن هم شامل وي،دپخواني هندي کپتان کپل ديو اؤ سنيل ګواسکر په ګډون به نور شخصيات هم سټيډيم کې ميچ ګوري.

دورلډ کپ دشپږو واړو ميچونو دګټلو ترڅنګ هند ورلډ ټي ټوئنټي کې هم دپاکستان په ضد ناقابل شکست پاتې شوى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG