لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : دلوړې کچې غونډه کې دترهه ګرۍ دجرړو ويستو ژمنه

 دهيواد دمجموعي امنيتي صورتحال په اړه ترسره شوې دغه غونډه کې دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف، دخفيه ادارې ائي ايس ائي مشر ليفټننټ جنرل رضوان اختر، دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان، دخزانې وزير اسحاق ډار اؤ دوزيراعظم مشاور طارق فاطمي په ګډون مهمو سياسي اؤ عسکرو چارواکو ګډون کړى دى.

دوزيراعظم نوازشريف په مشرۍ دجمعې په ورځ اسلام اباد کې دپاکستان دحکومتي اؤ عسکري مشرانو يوه مهمه غونډه شوې چې پکې هيواد څخه دترهه ګرۍ دخاتمې ژمنه تکرار شوې ده.

دهيواد دمجموعي امنيتي صورتحال په اړه ترسره شوې دغه غونډه کې دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف، دخفيه ادارې ائي ايس ائي مشر ليفټننټ جنرل رضوان اختر، دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان، دخزانې وزير اسحاق ډار اؤ دوزيراعظم مشاور طارق فاطمي په ګډون مهمو سياسي اؤ عسکرو چارواکو ګډون کړى دى.

دميډيا راپورونه وائي دغونډې برخه والو تيره ورځ پيښور کې دسرکاري ملازمانو بس کې دترسره شوې بمي چاؤدنې غندنه کړې اؤ هيواد څخه يې دترهه ګرۍ دخاتمې ژمنه تکرار کړې ده.

غونډه کې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو ضرب عضب دپرمختګ جاج واخستل شوى اؤ ددې ترڅنګ ټول هيواد څخه دتندلاريتوب اؤ ترهه ګرۍ په خاتمې اتفاق وکړى شو.

سياسي اؤ عسکري مشرانو وئيلي دي چې دپيښور دچاؤدنې پشان دترهه ګرۍ پيښې هغوي لپاره دمنلو جوګه نۀ دي اؤ هيواد څخه يې دترهه ګرو ،هغوي ته داسانتيا ورکوونکو اؤ ورسره دمالي مرستو کونکو خپل انجام ته درسولو اراده څرګنده کړې ده.

دغونډې برخه والو ته وئيل شوي دي چې شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې روان عمليات ضرب عضب پخپل وروستي پړاؤ کې دي اؤ په عارضي توګه دبې کوره شوؤ خلکو خپلو کورونو ته ستنيدل به ډير زر باوري کړل شي.

دسياسي اؤ عسکري مشرانو دغه غونډه په داسې حال کې ترسره شوې چې دپاکستان دپوځ پخوانى سرلښکر جنرل(ر) پرويز مشرف دعلاج لپاره دوبۍ ته رسيدلى دى اؤ ځينې سرچينې وائي چې دغه غونډه کې دمشرف هيواد څخه په بهر تللو هم خبرې اترې شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG