د برطانيې يو څيړنيز تنظيم (اي ائي يُو) خپله جائزه وړاندې کړې او وئيلي يي دي، د ډونلډټرمپ صدر جوړېدل به د ترهګرۍ د امکان سره د نړيوال اقتصاد د بې ثباتۍ په حواله د نړۍ دپاره شپږمه غټه خطره وي .
د ريپبلکن ګوند لخوا ډونلډټرمپ د امريکا د صدارت دپاره د نومول کېدو په زغل کې شامل دی .
د نړيوالو خطرو په ورستۍ درجه بندۍ کې د چين اقتصادي حال په سر کې اېښودی شوی دی .
د هغې نه پس د روس په شام او يوکرين کې د کړنو په نتيجه کې د سوړ جنګ پېل کېدل، په نوؤ مارکيټونو کې د قرضونو بحران او د يورپي يونين ماتېدل هم په دغو خطرو کې شامل دي .
اي ائي يُو وئيلي دا طمع نه لري چې ټرمپ د نومبر په مياشت کې کېدونکي انتخابات وګټي، خو داسې احتمال شته او که داسې وشي لوړې اغېزې به يې کيږي .
تنظيم په ګوته کړې چې د ټرمپ د ازاد تجارت دښمني، د ترهګرو د کورنو د وژلو وکالت، شام ته د ځمکني پوځ لېږلو ملاتړ، د چين او ميکسيکو په اړه سخته رويه ساتل دا خبرې جنګونو او ترهګرو ډلو ته د ودې ورکولو سبب جوړېدی شي .