لاس رسیدونکی لینک

دځمکنو او فضايي عملياتو له امله داعش مهمې علاقې دلاسه ورکړي


د ائي اېچ اېس ترمخه تُندلاري په تېزۍ سره د يو بل نه لرې ووځي او ماتې خوړؤنکي تصور کولی شي .

په عراق او شام کې د تُندروه ډلې داعش په ضد د پوځي فشار سېوا کېدو په نتيجه کې د خپلې ولقې لاندې ۲۲ فيصده علاقه د لاسه ورکړې ده . د ۱۵ مياشتو مودې په عملياتو کې داعش ته زيات تاوان روان کال اوړېدلی دی .

دا خبره د څارنې يو نړيوال ګروپ (ائي اېچ اېس) په خپله څيړنه کې کړې ده . د ائي اېچ اېس ترمخه تُندلاري په تېزۍ سره د يو بل نه لرې ووځي او ماتې خوړؤنکي تصور کولی شي .

ائي اېچ اېس په ځانګړي ډول د شمالي شام او ترکي د پولې ترمنځ د پرتو علاقو ذکر کړی دی . چرته چې د امريکې په مشرۍ د اتحاد او روس د فضايي عملياتو سره کُرد او سُني جنګيالو د ځمکنو عملياتو په نتيجه کې په پوله د تګ راتګ مخه نيول شوې ده .

د روس فضايي حملې لانجمنه پاتې شوي دي او لوييديځ پرې دا تور لګولو چې ماسکو د داعش نه زيات د خپل اتحادي شامي صدر بشارالاسد ياغيان په نخښه کوي .

ولې تېر کال د ستمبر د مياشتې راهسې د داعش په ضد پېل شوؤ روسي عمليات ګټور هم ګرځېدلي دي .

د پينټاګون لخوا وايس اف امريکا ته په ورکړی شوؤ معلوماتو کې پته لګېدلې چې د کال ۲۰۱۵م د جنورۍ د لمړۍ نېټې چې کله د روس فضايي حملې شورو شوې ، د امريکا په مشرۍ اتحاد په شام او عراق کې په اوسط ډول ۲۰ حملې کولې . او د روسي فضايي عملياتو سره دغه حملې ۲۳ورسېدې .

د شام په شمالي برخه کې دترسره شوؤ عملياتو نه علاوه په عراق کې هم حکومتي ځواکونو د داعش په ضد د يادولو وړ کاميابۍ ترلاسه کړي دي . په دې کې د پوځ سره سُني او شيعه ملېشه هم شامل وه چا چې رمادي د تُندلارو د ولقې نه خلاص کړی دی .

نړيواله ټولنه د داعش په ضد جګړه کې په اتحاد ټينګار کوي او وايي چې د شام د حکومت او مخالفينو ترمنځ دې خبرې پېل شي .

داعش د کال ۲۰۱۴م په منځني وخت کې د عراق او شام يوه لويه علاقه په خپله ولقه کې اخستې او هلته يې خپل سره خلافت اعلان کړی دی .

XS
SM
MD
LG