لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ورلډټي ټيونټي: پاکستان ـ بنګله دېش ته په ۵۵رنزونو ماتې ورکړه


د پاکستاني ټيم کپتان شاهدافريدي د ۴ چهکو او ۴ چوکو لګولو سره په ۱۹بالونو  ۴۹ رنزونه جوړ کړل او کېچ اؤټ شو .
د پاکستاني ټيم کپتان شاهدافريدي د ۴ چهکو او ۴ چوکو لګولو سره په ۱۹بالونو  ۴۹ رنزونه جوړ کړل او کېچ اؤټ شو .

د کرکټ نړيوال کونسل (ائي سي سي) ټي ټيونټي ورلډکپ کې د پاکستان ټيم خپل لمړي مېچ کې بنګله دېش ته په ۵۵ رنزونو ماتې ورکړه .

پاکستان په ټاکلو۲۰ اوورو کې په پينځه لوبغاړو اؤټ کېدو ۲۰۱ رنزونه جوړ کړي او بنګله دېش ته يې د ۲۰۲ رنزونو هدف ورکړی ؤ .

دا مېچ د هند کلکته ښار په اېډن ګارډن مېدان کې وشو چې ټاس يې پاکستان ګټلی او لمړی بيټنګ يې کړی ؤ .

د پاکستان د ټيم په ځواب کې د بنګله دېش ټيم د شپږو لوبغاړو په اؤټ کېدو ۱۴۶ رنزونه جوړ کړل او مېچ يې په ۵۵ رنزونو بائيلو .

بنګله دېشي لوبغاړو شکېب الحسن ۵۰ او صابررحمان ۲۵ رنزونه جوړ کړل او دا په دغه ټيم کې د کومو لوبغاړو زيات رنزونه دي .

د پاکستان په بالنګ کې کپتان شاهدافريدي او محمدعامر په دوه دوه وکټو اخستو کې بريالي شو .

له دې وړاندې په خپل بيټنګ کې شاهدافريدي د ۴ چهکو او ۴ چوکو لګولو سره په ۱۹بالونو ۴۹ رنزونه جوړ کړي او کېچ اؤټ شوی ؤ .

په نورو لوبغاړو کې محمدحفيظ په۴۰ بالونو۶۴ رنزونه او احمدشهزاد ۵۲ رنزونه جوړ کړي وو .

او لمړی لوبغاړی شرجيل خان په رنزونو اؤټ شوی ؤ .

د بنګله دېش تسکين احمد او عرفات سني دوه دوه او صابررحمان يو وکټ واخستو .

پاکستان به خپل دويم مېچ کې د خالي په ورځ هند سره مخامخ کيږي .

د ټي ټيونټي نړيوال کپ د پاکستان سره په دغه ګروپ کې بنګله دېش،هند، نيوزي لېنډ او اسټريليا شامل دي .

بل ګروپ کې د افغانستان، انګلېنډ، جنوبي افريقې، سري لنکا او ويسټ انډيز ټيمونه شامل دي . هند د نهې په ورځ لمړي مېچ کې د نيوزي لېنډ نه په ۴۷ رنزونو ماتې خوړلې ده .

د افغانستان او بنګله دېش ټيمونه د کواليفائر پړاؤ نه مخکې راغلي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG