لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهيلري اؤ ټرمپ برتري برقراره،روبيو زغل څخه بهر


 دنهې په ورځ پينځوؤ امريکائي رياستونو فلوريډا، اوهائيو، ميسوري، شمالي کيرولا ئنا اؤ ايلينوئى کې پرائمري انتخاباتو لپاره ووټونه اچول شوي.
دنهې په ورځ پينځوؤ امريکائي رياستونو فلوريډا، اوهائيو، ميسوري، شمالي کيرولا ئنا اؤ ايلينوئى کې پرائمري انتخاباتو لپاره ووټونه اچول شوي.

دامريکا فلوريډا رياست څخه سينيټر مارکو روبيو دصدارتي کانديد دنامزدګۍ لپاره دريپبلکز کانديدانو دزغل څخه لاس پسر شوى اؤ اوهائيو څخه ګورنر جان کاسيج ډونلډ ټرمپ ته خپل رياست کې ماتې ورکړې ده.

دنهې په ورځ پينځوؤ امريکائي رياستونو فلوريډا، اوهائيو، ميسوري، شمالي کيرولا ئنا اؤ ايلينوئى کې پرائمري انتخاباتو لپاره ووټونه اچول شوي.

دامريکا ارب پتي کاروباري شخصيت اؤ دريپبلکن ګوند دکانديد دجوړيدو خواهشمند ډونلډ ټرمپ دفلوريډا په ګډون دريوؤ رياستونو کې کاميابي ترلاسه کړې ده.

دهغه دغه کاميابي نومبر کې دترسره کيدونکې پارټۍ دنامزدګۍ ترلاسه کولو لړ کې دهغه مهم ګام بللى شي.

ټرمپ فلوريډا کې ددغه ځايې مقامي سينيټر اؤ مخالف کانديد مارک روبيو ته ماتې ورکړې اؤ دماتې څخه وروستو روبيو دخپل مهم دختمولو اعلان کړى دى.

دډيموکريټک پارټۍ کانديدې اؤ پخوانۍ خارجه وزيرې هيلري کلنټن څلورو رياستونو فلوريډا، اوهائيو، الينوئى اؤ شمالي کيرولا ئنا کې کاميابه شوې ده اؤ اوهائيو څخه ګورنر جان کاسيج ډونلډ ټرمپ ته خپل رياست کې ماتې ورکړې ده.

دکاميابيدو څخه وروستو کاسيج خپله وينا کې وويل هغه راتلونکو نسلونو لپاره دموقعو ماحول پيدا کول غواړي.

فلوريډا کې هيلري کلنټن دخپل مخالف کانديد برني سينډرز د٣٣ فيصدو ووټونو په مقابله کې ٦٥ ووټونه ترلاسه کړي دي.

دهغې مخالف برني سينډرز څلورو رياستونو کې دماتې باوجود دميدان دنۀ پريښودو اعلان کړى دى.

دډيموکريټس له لوري دنامزدګۍ کانديدې هيلري کلنټن سينيټر برني سينډرز ته فلوريډا، شمالي کيرولا ئنا اؤ اوهائيو کې په لويې فرق سره ماتې ورکړې ده.

دصدارتي کانديد دنامزدګۍ زغل کې ټرمپ اؤ هيلري خپله برتري پځايې ساتلې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG