لاس رسیدونکی لینک

د داعش مهم کمانډر عمرالشيشاني وژل شوی دی، امريکا


امريکايي چارواکو الشيشاني د داعش د جهاديانو د دفاع وزير ګرځولی او په سر يې ۵۰ لاکه ډالره اېښودی وو .

امريکايي چارواکو وئيلي چې تېره اونۍ په شام کې يوه امريکايي فضايي حمله کې ژوبل شوی د داعش مهم کمانډر عمرالشيشاني د ټپي کېدو نه پس مړ شوی دی .

د امريکې د محکمه دفاع چارواکو له دې وړاندې وئيلي ؤ چې امريکايي فضايي حمله کې الشيشاني د ۱۲ ملګرو سره وژل شوی دی .

وروستو چارواکو وئيلي ؤ الشيشاني په دغه حمله کې ژوبل شوی ؤ او د ګل په ورځ مړ شوی دی .

د عمرالشيشاني اصل نوم ترخان بتيراشول ؤ ، او د هغه شمار د داعش او تکړه کمانډرانو کې کېدو . امريکايي چارواکو الشيشاني د داعش د جهاديانو د دفاع وزير ګرځولی او په سر يې ۵۰ لاکه ډالره اېښودی وو .

د روس مسلمانې اکثريتي علاقې چيچنيا سره تعلق لرونکی عمر الشيشاني۹۰ م په لسيزه کې په خپله علاقه کې د مسلمانانو بېلتون غوښتونکو سره يو شوی او د روس په ضد جنګېدو .

وروستو هغه په کال ۲۰۰۶م کی جارجيا کې په پوځ کې شامل شوی ؤ او په کال ۲۰۰۸م کې د جارجيا په پوله پرتو علاقو کې د روسي حملو په ضد عملياتو کې يې برخه اخستې وه .

شيشاني په کال۲۰۱۰م کې شام ته رسېدلی او هلته يې د صدربشارالاسد د حکومت په ضد وسله والو عملياتو کې د يوې ياغي ډلې مشري سمبال کړې وه .

وروستو په کال ۲۰۱۳م کې د داعش مخې ته راتلو نه پس د داعش مشرتابه هغه د شام شمالي برخه کې د خپلو جنګيالو مشر جوړ کړی ؤ .

د امريکې د محکمه دفاع پېنټاګون ترمخه عمرالشيشاني په شام او عراق کې د داعش په څو مهمو غټو عملياتو کې مشري کړې او د شمالي شام په رقه ښار کې د داعش د مرکزي جېل مشر هم پاتې شوی ؤ .

رقه داعش د خپل رياست پلازمينه جوړه کړې ده .

XS
SM
MD
LG