لاس رسیدونکی لینک

خفيه غونډو کې طالبانو دسولې په عمل دپاکستان اثرورسوخ رد کړى


پخپل راپور کې روئيټرز دطالبانو دشورا ديو غړي له خُلې ليکي چې پاکستاني چارواکو سره دوه اوونۍ دمخه دخفيه غونډو څخه وروستو دطالبانو سپريم کونسل په يو نامعلوم مقام غونډه کړې وه اؤ دمارچ په پيل کې يې افغان حکومت سره دټاکل شوؤ خبرو اترو په مخالفت کې يې رايې ورکړې وه.

نړيوالې خبري ادارې روئيټرز پخپل يو راپور کې وئيلي دي چې پاکستاني چارواکو دړکه کړې چې که چرې طالبان روانه مياشت کې دسولې خبرو اترو کې شرکت ونۀ کړي نو دغه طالبان به په پاکستان کې دموقعيت لرونکو مرکزونو څخه وويستل شي خو طالبانو دغه دړکه رد کړې چې ورسره په دې اړه شکونه پيدا شوي چې پاکستان په دغو طالبانو تر څومره حده اثرورسوخ لري.

پخپل راپور کې روئيټرز دطالبانو دشورا ديو غړي له خُلې ليکي چې پاکستاني چارواکو سره دوه اوونۍ دمخه دخفيه غونډو څخه وروستو دطالبانو سپريم کونسل په يو نامعلوم مقام غونډه کړې وه اؤ دمارچ په پيل کې يې افغان حکومت سره دټاکل شوؤ خبرو اترو په مخالفت کې يې رايې ورکړې وه.

دغه طالب جنګيالي اوس ډير زر دسپرلي دکارروايۍ پيل کولو لپاره افغانستان ته ستنيږي.

افغانستان کې د١٥ کلنې جګړې دخاتمې په غرض دتيرو څو مياشتو راهسې دامريکا، چين،پاکستان اؤ افغانستان په استازو دمشتملې څلور ملکي ډلې لخوا دافغان طالبانو اؤ افغان حکومت ترمينځ دسولې دخبرو ترسره کولو لپاره هلې ځلې روانې دي چې پکې په افغان طالبانو دپاکستان اثرورسوخ ته په مهم نظر کتل کيږي اؤ پاکستاني چارواکي مني چې هغوي تر يو حده په افغان طالبانو اثرورسوخ لري کوم چې دمذاکراتو ميز ته دهغوي دراوستو لپاره کارولى شي.

دپاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې يو پاکستاني چارواکي وئيلي دي چې دافغانستان دننه دجګړې په ميدان کې دطالبانو اوسنو کاميابو دتوازن حالت بدل کړى دى.

دغه چارواکى چې يو ريټائرډ پوځي افسر اؤ خبرو اترو ته نزدې دى دطالبانو په اړه وائي چې” هغوي اوس هاغه شان پاکستاني مرکزونو ته ضرورت نۀ لري، نو کۀ چرې پاکستان هغوي ته دويستلو دړکه کوي نودا هاغه شان اثر نۀ لري“

دپاکستان دخارجه دفتر وياند نفيس ذکريه بيا وائي چې هغه ته طالبانو سره دغونډو علم نشته اؤ زياتوي چې په حساسو اؤ دلوړې کچې دامن ګامونو کې عموماً هغوي ته نۀ وي معلومه چې چا دچا سره ليدلي.

خو په کابل کې دافغان حکومت غړي دپاکستان درويې په اړه شکمن دي

دافغان کابينې يو غړى وائي” افغان امن عمل کې دپاکستان ايمانداري اؤ خلوص تل يوه پوښتنه پاتې شوې ده “

دپاکستان په پوځ هند سره دسيمه ييز رقابت ددوامداره ساتلو په غرض دطالبانو دمرستې تور لګول کيږي.

خو پاکستاني چارواکي دغه تور ردوي اؤ وائي حکومت اؤ پوځ په دې پوهيږي چې دافغانستان جګړه دپاکستان خپله سلامتي په خطره کې اچوي.

دطالبانو دقيادت دکونسل يا شورا يو غړي وئيلي دي چې دهغوي استازو خواؤشا دوه اوونۍ دمخه اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو سره ليدنه کړې، دطالبانو دشورا غړي پاکستان افغانستان کې ميشته دي خو اکثره دقطر اؤ متحده عرب اماراتو سفرونه هم کوي.

دطالبانو دشورا دغه غړي دپاکستان په اړه وئيلي دي چې” هغوي زمونږ استازو ته دراتلونکې غونډې لپاره دزياتو فيصله کوونکو خلکو دراوستو وينا کړې ده،امريکائي اؤ افغان چارواکو سره غونډې لپاره، دا دهغوي خوب دى ، خو هغوي به زمونږ دسينئر کمانډرانو دليدو جوګه نۀ شي“

يو سينئر پاکستاني امنيتي چارواکى چې دخبرو اترو علم لري وائي” پاکستان کې چې کوم کسان دي، هغوي ته مونږ بيا بيا وئيلي دي چې که چرې دامن عمل کې شرکت نۀ کوي نو هغوي ته به تلل وي“

دهغه وينا وه” مونږ چې څه کولى شول هغه مو وکړل، خو داثرورسوخ مطلب کنټرول نۀ دى، هاغه ورځې تللي دي“

دطالبانو دشورا غړى وائي چې” زۀ په شخصي توګه ګڼم چې ملا منصور اؤ ځينې نور مشران دامن خبرو اترو په حق کې دي اؤ هغوي پاکستان په غصه کول نۀ غواړي ، خو هغوي دشورا دنورو غړو دمنظورۍ څخه پرته فيصلې نۀ شي کولى“

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پاکستاني استازو سره دغونډو په اړه تبصرې کولو څخه انکار کړى، هغه دقيادت دکونسل لخوا دغونډې پخلى کړى خو نور تفصيلات يې نۀ دي ورکړي.

دپاکستان اؤ افغانستان حکومتونه هيله څرګندوي چې افغانستان کې دطالبانو دروايتي سپرلي دجګړې دپيل کيدو څخه دمخه به دسولې خبرې پيل شي.

دپاکستان خارجه مشاور سرتاج عزيز تيره اوونۍ وئيلي وؤ چې راتلونکو څو ورځو کې به دسولې دخبرو په بيا پيل کيدو کې پرمختګ وشي.

خو دطالبانو کمانډرانو روئيټرز ته وئيلي دي چې دشورا دپريکړې سره سم هغوي دنورو علاقو دنيولو په هيله دسپرلي کليزې جګړې ته پام ګرځوي.

دپاکستان په بلوچستان صوبه کې ميشت دطالبانو يو سينئر شخص وويل” مونږ دمخه دسپرلي جګړې ته پام ګرځول پيل کړي اؤ هم له دې امله زياتره جنګيالي اؤ کمانډران هلته( افغانستان) ځي“

XS
SM
MD
LG