لاس رسیدونکی لینک

د اسرائيلي پوځ په ډزو کې درې فلسطينيان وژل شوي


فلسطين کې تېر کال د اکتوبر په مياشت کې د تشدد لړۍ پېل شوې ده .

اسرائيلي پوځ وئيلي د ملک په لويديځه څنډه کې يې درې حملې کوؤنکي فلسطينيان وژلي دي .

يو بيان کې اسرائيلي پوځ وئيلي چې دوه حمله کوؤنکو په بس سټاپ باندې موجودو کسانو باندې ډزې وکړې، او بيا اسرائيلي پوځ دغه دواړه حمله کوؤنکي په ډزو ووژل .

د پوځي بيان ترمخه په دغه پېښه کې يو اسرائيلي عسکر ژوبل شوی دی .

د دې پېښې نه لږ شيبه پس هم د هغې بس سټاپ سره نزدې يو کس خپل موټر د اسرائيلي پوځ د ګاډي نه وتمبولو او د پوځ په ځوابي ډزو کې دغه فلسطينی هم وژل شو .

په دې پېښه کې دوه اسرائيلي عسکر ژوبل شوي دي .

فلسطين کې تېر کال د اکتوبر په مياشت کې د تشدد لړۍ پېل شوې چې پکې تراوسه پورې ۱۸۴ فلسطينيان، ۲۸ اسرائيليان او دوه امريکايي وګړي وژل شوي دي .

اسرائيلي چارواکي تور لګوي چې د فلسطين مشران خپل ځوانان تشدد پله راپاروي ، ولي فلسطينيان وايي د بې روزګارۍ او نوور محروميانو له امله ځوانان دغه ډول ګامونه پورته کوي .

XS
SM
MD
LG