لاس رسیدونکی لینک

د شام د سولې په اړه خبرې په ټاکلي وخت پکار دي، جان کېري


جان کېري وئيلي د اوربند نه وروستو په شام کې په روان تشدد کې د۸۰  نه تر ۹۰ فيصده پوری کمی راغلی او دا يو غوره پرمختګ دی .

د امريکې د باندنيو چارو وزير جان کېري وئيلي چې د شام د حکومت لخوا په ملک کې د روان اوربند د مبينه سرغړونې باوجود هم د سولې خبرې په خپل ټاکلي وخت کېدل پکار دي .

د خالي په ورځ سعودي عرب کې رسنيو سره په خبرو کې جان کېري وئيلي چې امريکا په شام کې د بشارالاسد د حکومت لخوا د روان اوربند په سرغړونو خبر ده ، ولې د دې باوجود ټولو فرېقېنو ته د ګل په ورځ جنېوا کې امن خبرې پېل کول پکار دي .

هغه وئيلي د اوربند نه وروستو په شام کې په روان تشدد کې د۸۰ نه تر ۹۰ فيصده پوری کمی راغلی او دا يو غوره پرمختګ دی .

بل لور ته د شام د باندنيو چارو وزير وليدمعلم وئيلي د شام حکومت د اوربند په خبره ټينګ ولاړ دی . هغه زياته کړې د امن خبرو دپاره د ۲۴ ساعتو پورې د مخالفه پلاوي د رارسېدو انتظار کولی شي .

معلم د خالي په ورځ دمشق کې وئيلي چې سفارتکار به يې د اتوار په ورځ جنېوا ته روان شي .

د شام اپوزيشن چارواکو وئيلي د باندنيو چارو وزير د جنېوا د خبرو پېل کېدو نه وړاندې دا لړۍ ودروي .

د شام مرکزي مخالفه ډلې وئيلي د جنېوا امن خبرو کې به ګډون کوي .

معلم وئيلي د شام حکومت به په صدارت باندې چا سر خبرې ونه کړي ، هغه وئيلي د ملګرو ملتونو استازی سټېفن ډي مستورا دا خبره سمه نه ده چې په راتلونکې کې به په صدارتي اليکشن باندې خبرې وشي .

د امريکې د باندنيو چارو وزارت وئيلي د اوربند له امله په تشدد کې کمی شوی ولې خبرداری يې ورکړی چې د بشارالاسد لخوا اوس هم حملې دوام لري .

د ملګرو ملتونو استازو وئيلي په شام کې اوربند مرستندويه ادارو ته د امکان جوړ کړو چې د شام په هغو سيمو کې ګېرو ۱۱۵۰۰۰ عامو خلکو ته خوراک، دوايانې او نور امدادي څيزونه ورسوي .

XS
SM
MD
LG