لاس رسیدونکی لینک

د ایران په مزائیل چلولو کانگرس کې د پابندیو تحریک


ایران سره د معاهدې په اړه صدر براک اوباما ډیره په تکرار دا خبره کړې ده چې که چرې ایران د لوظنامي خلاف ورزي وکړه نو په هیواد به نړي والې پابندۍ سمدستي بیا پرځائې شي. خو سنیټر کورکر وايي که چرې د ایران سینکشنز ایکټ نومې قانون معیاد ختم شو نو د ایران د سر نه به د پابندیو د بیا لگیدو خطر هم لرې شی

د امریکې سنیټ د خارجه چارو کمیټۍ مشر سنیټر باب کورکر وي او ای ته ویلي د ایران د مزائیل چلولو په جواب کې په کانگرس په تهران د امریکې د پابندیو سختولو دپاره کوښښونه شورو شوي دي.

په ایران د پابندیو غزځولو دپاره سنیټر کور وايي هغه په سنیټ کې د ایران سینکشنز ایکټ په نوم د قانون په لړ کې دواړو گوندونو، حزب اختلاف ریپبلیکن او د واکمن ډیموکریټک، پارټیو غړو سره په شریکه کار کوي. ایران سره د معاهدې ورسته دغه قانون وځنډولی شوی دی.

د قانون هدف په ایران کې د خارجي سرمایه کارۍ مخه نیول دي. که څه هم په دغه قانون عملداري ځنډول شوي ده خو دا اوس هم په کتاب کې موجود دی او که چرې کانگرس يي د سږ کال تر اخېره پورې و نه غزځوي نو معیاد به يي ختم شي.

ایران سره د معاهدې په اړه صدر براک اوباما ډیره په تکرار دا خبره کړې ده چې که چرې ایران د لوظنامي خلاف ورزي وکړه نو په هیواد به نړي والې پابندۍ سمدستي بیا پرځائې شي. خو سنیټر کورکر وايي که چرې د ایران سینکشنز ایکټ نومې قانون معیاد ختم شو نو د ایران د سر نه به د پابندیو د بیا لگیدو خطر هم لرې شی.

سنیټر کورکر وايي پابندیو د بیا لگیدو دپاره ضروري ده چې څه نه څه اقدامات د وړاندې نه موجود وي او د روایتي وسلو او بیلیسټک مزائیلو مامله داسې ده چې اتفاق پرې ترلاسه کیدی شي.

تیره میاشت کانگرس ته وینا کې خارجه وزیر، سیکریټري اف سټیټ، جان کیري د ایران سینکشنیز ایکټ غزځولو په اړه وویل په دې لړ دې د بیړنې کار وا نه خیستلی شي او په صبر دې د معاهدې عملي کیدو ته انتظار ویستلی شي.

سنیټر باب کورکر وايي دغه صبر اوس په تمامیدو دی

سنیټر کورکر وايي ایران په بیلسټک مزائیل ایټمی وسله لگولو دپاره خپل ایټمي پروگرام په مخکې بیائي چې دا رنگ اسرائیل تباه کړي. کانگرس ته پکار دي چې خپل کوښښونه او بندیزونه تند کړي.

د واکمن ډیموکریټک پارټۍ سنیټر کرس کونز امید لرې چې نړی واله ټولنه به د اټیمي لوظنامي د خلاف ورزۍ په باره کې ایران نه تپوس وکړي.

سنیټر کونز وايي هغه غواړي چې د ملگرو ملتونو امنیتي شورا، سکیورټي کاونسل دې ایران د بیلسټک مزائل تجربې په هکله اقدامات وکړي او حکومت ته هم پکار دي په ایران د موجودو پابندیو په لړ کې د سختې رويي نه کار واخلي.

کانگرس کې د ایران په اړه بحث باندې د صدر براک اوباما د انتظاميی یو اعلا چارواکي وي او ای ته وویل دا وخت ضرورت ددې خبرې نه دی چې ایران سینکشنز ایکټ قانون دې وغزځولی شي بلکه توجه ایران سره د شوي معاهدې معاهدې په عملدارۍ ده او ددې خبرې تصدیق کول دي چې ایران د معاهدې پوره کولو په لړ کې کوم گامونه پورته کړې دي.

XS
SM
MD
LG