لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آنګ سان سوچي په صدر نه جوړېدو بخښنه غوښتې


سوچي وئيلي هغه ډاډه ده او د خلکو يې غوښتي چې په "پُرامنه ډول دې د مقصد ترلاسه" کولو پورې ملاتړ دوامداره ساتي .
سوچي وئيلي هغه ډاډه ده او د خلکو يې غوښتي چې په "پُرامنه ډول دې د مقصد ترلاسه" کولو پورې ملاتړ دوامداره ساتي .

د ميانمار جمهوريت پلوه مشرې آنګ سان سوچي په راتلونکې کې د ملک صدر نه جوړېدو باندې د خپلو پلويانو نه بخښنه غوښتې ده .

د زيارت په ورځ مطبوعاتو ته په جاري کړي يو خط ک نوبېل جائزه ګټونکې سوچي " د اولس د ارمانونو نه پوره کولو" په وجه بخښنه غوښتې ده .

د سوچي لخوا دا خط په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې کله څو ساعته پس په پارليمان کې د نوي مشر ټاکل کېدو دپاره کارروايي پېل کېده .

سوچي وئيلي هغه ډاډه ده او د خلکو يې غوښتي چې په "پُرامنه ډول دې د مقصد ترلاسه" کولو پورې ملاتړ دوامداره ساتي .

د هغې ډلې نيشنل ليګ فار ډيموکريسي پارټۍ (اېن ډي اېل) د نومبر په عامو انتخاباتو کې بريا ترلاسه کړې وه . ولې د ملک د ائين د يو شق ترمخه داسې کس د ملک صدر نه شي منتخب کېدی چا چې د بهر ملکي سره واده کړی وي او د هغې زامنو سره د بهر ملک شهريت دی .

وايس اف امريکا سره په خبرو کې د اېن اېل ډي يو قانون ساز نېميوټيټ وئيلي " زه ډېر غمژن يم هغه د صدارت دپاره ښه وه، خو زه هيله مند يم چې يوه ورځ به هغه ضرور صدر جوړه شي ".

تېر کال سوچي وئيلي چې هغې سره به د حکومت چارې په لاس کې وي او چوکۍ به يې د صدر نه اوچته وي .

په ورستيو کې د پوځ سره په بنده کمره کې د هغې د خبرو نه پس داسې ګنګوسې خورې وې چې دواړه فريقه داسې تړون ته رسېدلي چې په هغې کې به د ائين هغه شق معطل شي کوم چې د سوچي د صدر جوړېدو په لار کې خنډ دی .

ولې د خط مخې ته راتلو نه پس ګنګوسو سر خوړلی دی . د ميانمار نوی حکومت د اپرېل د لمړۍ نېټې نه پېل کيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG