لاس رسیدونکی لینک

دداعش کمانډر امريکائي فضائي بريد څخه ژوندى وتلى،څارونکې ډله


برطانيه کې مقيم سيرين آبزرويټري فار هيومن رائټس دزيارت په ورځ وئيلي دي چې دهغوي دسرچينو ترمخه دمارچ په څلورمه نيټه ترسره شوې فضائي حمله کې په حقيقت کې دداعش دکمانډر کاروان په نخښه کړل شوى ؤ چې پکې دهغه ساتونکي وژل شوي وؤ خو هغه پخپله سخت ژوبل شوى ؤ.

شام کې دتشدد څارنه کوونکې يوه ډله وائي چې دتندروه ډلې داعش عسکري کمانډر تيره اوونۍ په يوه فضائي حمله کې سخت ژوبل شوى ؤ خو وژل شوى نۀ دى.

برطانيه کې مقيم سيرين آبزرويټري فار هيومن رائټس دزيارت په ورځ وئيلي دي چې دهغوي دسرچينو ترمخه دمارچ په څلورمه نيټه ترسره شوې فضائي حمله کې په حقيقت کې دداعش دکمانډر کاروان په نخښه کړل شوى ؤ چې پکې دهغه ساتونکي وژل شوي وؤ خو هغه پخپله سخت ژوبل شوى ؤ.

دآبزرويټري ډائريکټر رمي عبدالرحمان اى ايف پي ته وئيلي دي” هغه مړ نۀ دى“

ترخان بشيريشويلي چې په ابو عمر الشيشاني يا” عمر دي چيچن” هم شهرت لري وروستو له هغې دعلاج لپاره وړل شوى ؤ چې دشام په رقه صوبه کې دداعش په ځاله حمله شوې وه اؤ دهغه علاج يو اروپائي نژاده جهادي ډاکټر کړى ؤ.

دپينټاګون ترجمان پيټر کک وئيلي دي چې ائتلافيانو دجمعې په ورځ الشددادي نومې سيمې سره نزدې فضائي کارروايۍ کړې وه چې هدف يې ترخان بشيريشويلي ؤ.

وياند کک وئيلي دي دعراق اؤ شام سرحدي سيمه کې داعش ته دماتې ورکولو لپاره دائتلافيانو په مرسته دسيمه ييزو ځواکونو لخوا دداعش په شاتګ دمجبورولو څخه وروستو بشيريشولي خپلې ډلې دغه سيمې ته ليږلى ؤ اؤ دحملې په وخت هغه دغلته موجود ؤ.

يو امريکائي چارواکي دنوم نۀ څرګندولو په شرط وائس اف امريکا ته وئيلي دي دداعش دغه مشر سيمه کې دداعش دجنګيالو دمنظمولو اؤ دهغوي دحوصلې دلوړولو لپاره ليږل شوى ؤز

ددغه چارواکي په قول فضائي کارروايۍ کې دداعش لږ ترلږه ١٢ جنګيالي وژل شوي وؤ.

امريکا دابو عمر الشيشاني دسر قيمت پنځوس لکه ډالر مقرر کړى ؤ اؤ دچارواکو په قول هغه دداعش دمالي وسيلو څانګې نزدې ؤ.

XS
SM
MD
LG