لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمرزاخيلوال وائي اوس هم دامن مذاکراتو هيله شته


برطانوي خبري شبکې سره يوه مرکه کې په دغه اړه افغان سفير وويل چې دغيرملکي پوځيانو شميره راکمه شوې اؤ په مکمله توګه دهغوي (افغانستان څخه) دوتلو وخت هم رانزدې شوى چې ورسره دطالبانو لخوا تشدد کې کمى راتلل پکار وؤ
برطانوي خبري شبکې سره يوه مرکه کې په دغه اړه افغان سفير وويل چې دغيرملکي پوځيانو شميره راکمه شوې اؤ په مکمله توګه دهغوي (افغانستان څخه) دوتلو وخت هم رانزدې شوى چې ورسره دطالبانو لخوا تشدد کې کمى راتلل پکار وؤ

دافغانستان دګاونډي هيواد پاکستان لخوا طالبانو سره دمذاکراتو دهيلې څخه وروستو پاکستان کې دافغانستان سفير عمرزاخيلوال هم وئيلي دي چې دطالبانو له لوري افغان حکومت سره دمذاکراتو څخه دانکار باوجود دخبرو اترو هيله شته.

دپاکستان دخارجه چارو مشاور سرتاج عزيز تيره ورځ اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وئيلي وؤ چې دافغان طالبانو اؤ افغان حکومت ترمينځ دخبرو اترو دراتلونکي پړاؤ دډير زر تر سره کيدو هيله ده

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو دخالي په ورځ افغان حکومت سره افغانستان څخه دټولو بهرنو ځواکونو تر وتلو دامن مذاکراتو څخه انکار کړى ؤ

خو برطانوي خبري شبکې سره يوه مرکه کې په دغه اړه افغان سفير وويل چې دغيرملکي پوځيانو شميره راکمه شوې اؤ په مکمله توګه دهغوي (افغانستان څخه) دوتلو وخت هم رانزدې شوى چې ورسره دطالبانو لخوا تشدد کې کمى راتلل پکار وؤ خو هغوي تشدد کې اضافه وکړه، اولسي ځائيونه يې په نخښه کړل چې دغه شان هغوي(طالبان) هم دهغوي( غيرملکي پوځيانو) دموجودګۍ مسؤل دي.

دافغانستان صدر اشرف غني اؤ امريکا په طالبانو مذاکراتو کې دشريکيدو غږ کړى اؤ امريکا خبردارى ورکړى چې که چرې طالبان مذاکراتو کې شريک نۀ شي نو دتشدد پيښو کښې به نوره هم اضافه وشي.

عمرزاخيلوال وويل دهاغو مذاکراتو هيڅ ګټه نشته چې پکې شرطونه دمخه ومنل شي اؤ زياته يې کړه په حکومت فشار ؤ چې دهاغو خلکو سره دې خبرې اترې نۀ کوي کوم چې خودکش حملې کوي.

افغان سفير دعوه وکړه چې اکثره هاغه طالبان چې هغه يې پيژني امن خوښي دي، هغوي هم بچي اؤ کورنۍ لري اؤ دجګړې څخه تنګ شوي دي.

دافغان حکومت لخوا افغان طالبانو سره په خفيه توګه دمذاکراتو کولو په اړه عمرزاخيلوال وويل چې افغان حکومت به خفيه مذاکرات ځکه نۀ کوي چې دې سره بې باوري سيوا کيږي.

دهغه وينا وه دطالبانو له لوري مذاکراتو څخه مشروط انکار ته دصفا انکار په توګه نۀ ګوري بلکې دهغه په قول مذاکراتو له لوري دجوړې کړل شوې څلور ملکي ډلې ارزښت اوس هم پځايې دى.

افغان سفير دپاکستان دخارجه مشاور سرتاج عزيزعزيز له لوري ددې بيان هرکلى وکړو چې پاکستان په طالبانو اثر لري.

سرتاج عزيز تيره اوونۍ دامريکا دسفر په مهال واشنګټن کې ديوې وينا په مهال منلې وه چې دافغان طالبان ځينې مشران په پاکستان کې موجود دي اؤ پاکستان پرې تر يو حده اثر لري.

هغه دا هم وئيلي وؤ چې څه طالب مشران په پاکستان کې دخپلو کورنيو سره ميشته دي خو په مکمله توګه دپاکستان داثر لاندې نۀ دي اؤ نۀ هم داسلام اباد هرې خبرې ته غوږ ږدي.

دپاکستان له لوري دامن دهڅو په اړه افغان سفير وويل چې په پاکستان باور لري خو دهغه په قول دبې باورۍ فضاء اوس هم شته کومه چې بدليدل پکار دي.

پاکستان تيرکال دجولا ئي مياشت کې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو داستازو ترمينځ تيرو ١٤ؤ کلونو کې په لمړي ځل دنيغ په نيغه خبرو اترو کوربه توب کړى ؤ اؤ دغه غونډه کې دچين اؤ امريکا استازو هم ګډون کړى ؤ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG