لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شوال:فضايي او ځمکنو عملياتو کې۲۱ وسله وال وژل شوي، پوځ


د شمالي وزيرستان شوال سيمې يوه پوله د جنوبي وزيرستان او بله پوله د افغانستان سره لګېدلې ده .
د شمالي وزيرستان شوال سيمې يوه پوله د جنوبي وزيرستان او بله پوله د افغانستان سره لګېدلې ده .

د افغانستان سره په پوله پرتې د پاکستان قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په شوال علاقه کې پوځ په فضايي او ځمکنو عملياتو کې د ۲۱ وسله والو د وژنې ادعا کړې ده .

د پوځ د مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار مشر لفټننټ جنرال عاصم باجوه نن د نهې په ورځ وئيلي چې په شوال سيمه کې د وسله والو په ضد فضايي او ځمکني عمليات پېل روان دي او د تښتېدونکو ترهګرو لټون کوي .

عاصم باجوه وئيلي د تېرې شپې راهسې په روانو عملياتو کې ۲۱ ترهګر وژل شوي دي ، او د افغانستان سره په لګېدلې پوله يې په اوچتو ځايونو مهم سرونه په ولقه کې اخستې او د سيمې د پاکوالي عمليات دوام لري .

د شمالي وزيرستان شوال سيمې يوه پوله د جنوبي وزيرستان او بله پوله د افغانستان سره لګېدلې ده .

نزدې ۱۰ ورځې وړاندې په شوال سيمه کې د پوځ او وسله والو ترمنځ نښته کې د۱۹ جنګيالو د وژل کېدو ادعا شوې وه . او په دغه نښته کې د يو پوځې افسر په ګډون څلور عسکر هم وژل شوي وو .

شوال کې د رامنځته شوې نښتې نه څو ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف هم د شمالي وزيرستان دوره کړې اؤ دغلته موجودو پوځيانو ته يې د ضرب عضب د وروستي پړاؤ پېل کولو امر کړى ؤ.

د پاکستان پوځ دکال ٢٠١٤م دجون دمياشتې نه په شمالي وزيرستان کې د وسله والو په ضد د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي او پوځ ادعا کوي چې د شمالي وزيرستان زياتره برخې د وسله والو څخه پاکې کړې شوي دي او د سيمې نه وسله وال په تېښته دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG