لاس رسیدونکی لینک

هغه کسان چې مونږ سره جنګ کوي سخت به يې وځپو، اشرف غني


صدر اشرف غني وئيلي "مونږ سوله غواړو ، خو هغه کسان چې له مونږ سره جنګ کوي سخت به يې وځپو" .

د افغانستان صدر اشرف غني يو ځل بيا په طالبانو غږ کړی چې که افغانان يئ نو ځانونه د ترهګرو څخه راجدا کړئ او د ملت غېږې ته راوګرځئ .

د افغانستان صدر اشرف غني د اتوار په ورځ د مارشال فهيم پوځي اکېډمۍ اتمې دورې فارغانو يوې غونډې ته په وينا کې په طالبانو غږ کړی چې ځان د ترهګرو کړيو څخه راجدا کړي .

اشرف غني دغه خبره په داسې حال کې کړې ده چې په ورستيو کې د افغان حکومت د طالبانو سره د سولې خبرې يو وارې بيا ځنډېدلي دي .

افغان صدر خپله وينا کې وئيلي چې " زمونږ په سياسي اراده شک مه لرئ" او څرګنده يې کړه چې "مونږ سوله غواړو ، خو هغه کسان چې له مونږ سره جنګ کوي سخت به يې وځپو" .

هغه زياته کړه زمونږ مذهب اسلام مونږ ته دا اجازه راکوي چې د خپل ملي ناموس دفاع وکړو .

د صدارتۍ ماڼۍ ارګ څخه جاري شوي بيان کې وئيل شوي، صدر اشرف غني په دې خبره ټينګار کړی چې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د پياوړتيا په خاطر د دروازې ټکول زمونږ کمزوري نه ده، بلکې له نړيوالې ټولنې سره زمونږ د ګډو ګټو په خاطر ده، ځکه زمونږ برحقه مبارزه د باطل پر ضد ده .

هغه ترهګرو ته په خطاب کې وويل، القاعده! کور مو دلته خرابېږي، داعشيانو! دلته تباه کېږئ او د سيمې ترهګر دلته ځاې نه لري .

بل لور ته د افغانستان د بهرنو چارو د وزارت سرپرست حکمت خليل کرزي وئيلي چې د طالبانو د سولې په خبرو کې مخامخ ګډون نه کول يوه تکتيکي پرېکړه ده ، او زياته کړې يې ده افغانستان خپلو وسله والو مخالفينو سره د سولې خبرو ته هيله من دی .

نوموړي دغه خبره په کابل کې د برطانيي د بهرنو چارو وزير فليف هاموند سره ګډې مطبوعاتي غونډې ته په وينا کې کړې ده .

د خالي په ورځ افغان طالبانو په يو بيان کې حکومت سره نېغ په نېغه خبرو کې د ګډون نه کولو وئيلي ؤ .

د طالبانو لخوا دغه بيان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د افغان سولې په لړ کې او طالبانو سره د خبرو دتيارۍ دپاره د تېرو څو مياشتو راهسې د افغانستان، امريکا،پاکستان او چين د استازو ترمنځ څو غونډې شوي دي .

او په ورستيو کې داسې وئيل شوي ؤ چې د مارچ د مياشتې په لمړو کې به د پاکستان په کوربه توب د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ نېغ په نېغه خبرې وشي .

XS
SM
MD
LG