پينټاګون وئيلي منځنۍ صوماليه کې امريکايي ډرون بريد کې د الشباب د ۱۵۰ نه زيات تُندلاري وژل شوي چا چې په غټه کچه د بريدونو تياري کوله .
د پينټاګون وياند کپتان جېف ډيوس د ګل په ورځ خبريالانو ته وئيلي چې د اونۍ په اخرنۍ ورځ د پلازمينې موغادېشو نه په ۱۹۵کلوميټره فاصله لرې د الشباب تربيتي کېمپ په هدف شوی دی .
هغه وئيلي چې امريکايي استخباراتو خبر ورکړی ؤ چې تُندلارو ته د بريدونو روزنه ورکول کېده . او دوې په صوماله کې د امريکې او افريقايي يونين دپاره د خطرې سبب جوړېدو .
ډيوس وئيلي د لمړو معلوماتو ترمخه بريد کې ۱۵۰ ترهګر جنګيالي وژل شوي دي .
د ډيوس په وينا امريکا د څو اونو راهسې د دغه کېمپ څارنه کوله او دا چې د دوې روزنه پايې ته رسېده د دويې په ضد حمله وکړی شوه .
په سيمه کې د صومالي پوځ کمانډر کرنل محمدعمر د ۶۹ وسله والو د وژنې او د ۴۲ ژوبلېدو خبر ورکړی خو د دې سره يې د وژنو زياتېدو هم وئيلي دي .
د وايس اف امريکا صومالي سروس د اتوار په ورځ وئيلي فضايي حمله د هيران په منځنۍ علاقه د دهاريو په کلي کې جوړ تربيتي کېمپ باندې شوې ده .
دغه اسلامي وسله واله ډله د کال ۲۰۰۷م نه دحکومت د نسکورولو دپاره جنګيږي .
امريکا د دغه ډلې په ضد يو شمېر فضايي حملې کړي دي ، چې پکې په ستمبر کال ۲۰۱۴م کې د ډلې مشر احمدعبدي ګوداني هم وژل شوی ؤ .