لاس رسیدونکی لینک

چارسده: ځانمرګي بريد کې ١٧ کسان وژل شوي


د چارواکو په وينا پېښه کې ژوبل کسان د شبقدر تحصيل روغتون او نور د پېښور ليډي ريډنګ روغتون ته وړل شوي دي .

د خېبرپښتونخوا صوبې د چارسدې ضلعې د يو عدالت په احاطه کې دننه ځانمرګي بريد کې ١٧ کسان وژل شوي او د ۲۶ نه زيات نور ژوبل شوي دي .

د چارسدې ضلعې د پوليس مشر (ډي پي او) سهېل خالد په وينا پوليس چارواکو په وينا ځانمرګي د شبقدر تحصيل د عدالت په احاطه کې ځان پورې تړلو بارودي موادو ته چاؤدنه ورکړې ده .

چارواکو د بريد نه سمدست پس د اته کسانو د وژنې پخلی کړی ؤ .

د پیښور د لیډي ریډنگ هسپتال ترجمان جمیل شاه د شبقدر په حمله کې د ١٧ کسانو د وژل کیدو تصدیق کړی دی. ددې نه وړاندې د شبقدر د روغتون چارواکو وئيلي وو چې روغتون ته ۱۳ مړي راوړل شوي وو.

د چارواکو په وينا پېښه کې ژوبل کسان د شبقدر تحصيل روغتون او نور د پېښور ليډي ريډنګ روغتون ته وړل شوي دي .

چارواکو وئيلي په ژوبلو کې د يوې ښځينه پوليس په ګډون شپږ پوليس شامل دي .

او په ژوبلو کې د ځينو حالات مرګونی ښودل شوی دی .

د بريد زمه واري د تحريک طالبان جماعت الاحرار ډلې قبوله کړې ده . ميډيا ته په لېږلي خبر کې د دغه ډلې وياند احسان الله احسان وئيلي چې دغه بريد يې ممتازقادري ته د تېزندۍ ورکولو په بدل کې کړی دی .

ممتازقادري د پنجاب صوبې پخوانی ګورنر سلمان تاثير وژلی او په دغه کېس کې هغه څو ورځې وړاندې تېزندي کړی شوی دی .

ډي ايي جي مردان سعيد وزير د پېښې په ځايې مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، د اډيشنل سيشن جج د وينا نه پس په عدالت اضافي پوليس په ځاې کړی شوي او نن هم دوه پوليسو ځانمرګی په ګېټ ودرؤ ، او که ځانمرګی دننه راغلی او چاؤدنه يې کړی وی زاني تاوان به زيات رامنځته شوی دی .

نوموړي زياته کړه د ګل په ورځ په عدالت کې ګڼه کې زياته وي او ښکاري داسې چې د ځانمرګي د بريد هدف د وکيلانو بار روم ؤ .

د پوليس او عېني شاهدينو په وينا د چاؤدنې نه پس په ځايې ولاړو څو ګاډو باندې اور لګېدلی او تباه شوي دي .

چاوراکو وئيلي د پوليس زياته نفري موقعې ته راغوښتل شوې ، سيمه په ګېره کې اخستل شوې او په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي دي .

XS
SM
MD
LG