لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق: د ټرک د لارې بمي حمله کې ۴۷ کسان وژل شوي


په وژل شوؤ کې د امنيتي ځواکونو ترڅنګ عام خلک هم شامل دي او د ۴۰ نه زيات پکې ژوبل شوي دي .
په وژل شوؤ کې د امنيتي ځواکونو ترڅنګ عام خلک هم شامل دي او د ۴۰ نه زيات پکې ژوبل شوي دي .

د عراق په منځني الحله ښار کې د اتوار په ورځ يو ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه ۴۷ کسان وژل شوي او په درځنونو نور ژوبل شوي دي .

داعش ډلې د دغه بريد زمه واري قبوله کړې ده .

د پوليس چارواکو په وينا ځانمرګي حمله کوؤنکي د بارودي موادو نه ډک ټرک ته د بغداد نه جنوب پله ۱۱۵ کلوميټره لرې د امنيتي ځواکونو په چيک پوسته چاؤدنه ورکړې ده .

په دغه چيک پوسته باندې د درځنونو په شمېره کې ګاډي ښار ته د ننوتو په انتظار ولاړ وو .

په وژل شوؤ کې د امنيتي ځواکونو ترڅنګ عام خلک هم شامل دي او د ۴۰ نه زيات پکې ژوبل شوي دي .

تُندوره وسله واله ډله د کال ۲۰۱۴م نه د عراق د حکومت په ضد جنګيږي .

د کال ۲۰۰۳م نه په عراق کې د وژل شوؤ عامو خلکو د شمېرې رايوځايې کوؤنکې " عراق باډي کاؤنټ" پروجيکټ ترمخه تراوسه پورې دوه زره عام خلک وژل شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG