لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان طالبانو لخوا افغان حکومت سره مذاکراتو څخه انکار


 دخالي په ورځ دطالبانو له لوري جاري شوي يو بيان کې دمارچ په مياشت کې ترسره کيدونکو ممکنه مذاکراتو کې دګډون ترديد شوى اؤ دغسې اطلاعات افواه ګانې ګرځول شوي دي.
دخالي په ورځ دطالبانو له لوري جاري شوي يو بيان کې دمارچ په مياشت کې ترسره کيدونکو ممکنه مذاکراتو کې دګډون ترديد شوى اؤ دغسې اطلاعات افواه ګانې ګرځول شوي دي.

افغان طالبانو حکومت سره نيغ په نيغه مذاکراتو کې دنۀ شريکيدو اعلان کړى اړ وئيلي يې دي چې هيواد څخه دبين المللي پوځونو په بشپړه توګه وتلو پورې به هغوي دخبرو اترو عمل کې ګډون نۀ کوي.

دخالي په ورځ دطالبانو له لوري جاري شوي يو بيان کې دمارچ په مياشت کې ترسره کيدونکو ممکنه مذاکراتو کې دګډون ترديد شوى اؤ دغسې اطلاعات افواه ګانې ګرځول شوي دي.

بيان کې وئيل شوي دي مونږ دا خبره يوځل بيا تکراروؤ چې ترڅو په افغانستان قبضه نۀ وي ختمه شوي اؤ بې ګناه بنديان ازاد شوي نۀ وي ددغسې مذاکراتو هيڅ ګټه نشته

دامريکا، پاکستان، افغانستان اؤ چين په استازو مشتملې څلور فريقي ډلې جګړه ځپلي هيواد افغانستان کې دجوړجاړي دعمل دبحالۍ لپاره خپلې هڅې دوامداره ساتلي اؤ وئيل کيدل چې طالبانو سره به دافغان حکومت مذاکرات په امکاني توګه دمارچ لمړۍ اوونۍ پورې پاکستان کې ترسره شي.

خو داسې اطلاعات مخې ته راغلي چې قطر کې جوړ دطالبانو دسياسي دفتر لخوا تر دې مهاله مذاکراتو لپاره هيئت پاکستان ته په ليږلو اتفاق نۀ دى شوى.

٢٠١٤م کې دبين المللي پوځونو افغانستان څخه دوتلو څخه وروستو ديو تړون لاندې خواؤشا ١٣ زره بين المللي ځواکونه چې پکې اکثريت دامريکايانو دى، افغان پوځ ته دتربيت اؤ ترهه ګرۍ دمخنيوي عملياتو کې مرستې ورکولو لپاره افغانستان کې ميشته دي.

پاکستان تيرکال دجولا ئي مياشت کې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو داستازو ترمينځ تيرو ١٤ؤ کلونو کې په لمړي ځل دنيغ په نيغه خبرو اترو کوربه توب کړى ؤ اؤ دغه غونډه کې دچين اؤ امريکا استازو هم ګډون کړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG