لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ناکامه "بول" ټي وي مشر ۲۰۵ملينه ډالره وهلي دي


د ايګزيکټ کمپنۍ مشر شعېب شېخ او هغه سره کارکوؤنکي نور ۱۴ کسان تېر کال د مئي په مياشت کې د جعلي ډګريانو خرڅولو په تور نيول شوي وو .
د ايګزيکټ کمپنۍ مشر شعېب شېخ او هغه سره کارکوؤنکي نور ۱۴ کسان تېر کال د مئي په مياشت کې د جعلي ډګريانو خرڅولو په تور نيول شوي وو .

د پاکستان شخصي ائي ټي کمپنۍ اېګزيکټ او ناکامه "بول" ټي وي مشر شعېب شېخ د جعلي ډګريانو خرڅولو په دنده د دوه سوه پينځه ملينه (۲۰۵) ډالرو نه زياتې پېسې وهلي دي . ايګزيکټ کمپنۍ په يو شمېر ملکونو کې په محصيليونو د دوه لکه څلوېښت زرو نه زياتې جعلي ډګريانې خرڅې کړي دي .

د پاکستان مرکزي تحقيقاتي ادارې (ايف ائي اې) په کراچۍ کې د شخصي ائي ټي کمپنۍ ايګزيکټ د مشر او نورو کارمندانو په ضد د جعلي ډګريانو په کېس کې ورستی چالان په عدالت کې جمع کړی دی .

د ايګزيکټ کمپنۍ مشر شعېب شېخ او هغه سره کارکوؤنکي نور ۱۴ کسان تېر کال د مئي په مياشت کې د جعلي ډګريانو خرڅولو په تور نيول شوي وو .

د ايف ائي اې لخوا عدالت ته اته مياشتې وروستو جمع کړی شوي چالان کې وئيل شوي چې د ايګزېکټ د کمپيوټر (ډېټابېس) د کال ۲۰۱۰م نه تر کال ۲۰۱۵م پورې د ريکارډ په پلټنو کې معلومه شوې چې کمپنۍ د بيلابيلو ملکونو په محصلينو د دوه لکه څلوېښت زرو نه زياتې جعلي ډګريانې او ډپلومې خرڅې کړي دي .

ربورټ کې وئيل شوي چې ايګزيکټ دغه سندونه په امريکا کې موقعيت لرونکو هغو تعليمي ادارو لخوا ورکړي دي کومو چې وجود نه لرلو .

د ايف ائي اې د چالان ترمخه د ډګريانو پخلی د هغو کمپنيانو له خوا هم شوی چا چې دغه سندونه محصيلينو ته رسولي دي .

د اېف ائي اې ترمخه د دغو پوهنتونو په اړه امريکائي چارواکو هم وئيلي چې دا جعلي وې .

وروستو د کراچۍ د جنوبي ضلعې سيشن عدالت دغه چالان د اورېدنې لپاره منظور کړی دی .

د ايګزيکټ مشر شعېب احمد شېخ او هغه سره کارکوونکي تېر کال هغه وخت ونيول شو چې د امريکې وتلې ورځپاڼې نيويارک ټائمز د کمپنۍ په اړه د جعلي ډګريانو د دندې کولو رپورټ خپور کړو .

اېګزيکټ کمپنۍ دغه وخت د "بول" په نوم يو شخصي ټي وي خلاصولو .

د نيويارک ټائمز د راپور خپرېدو نه پس مرکزي داخله وزيرچوهدري نثارعلي خان اېف ائي اې ته د کمپنۍ په ضد د کارروايۍ هدايات ورکړی ؤ .

وروستو اېف ائي اې په کراچۍ کې د کمپنۍ په مرکزي دفتر چاپه وهلې او د زرګونو په شمېره کې جعلي ډګريانې يې ترې ترلاسه کړې وې . او بيا د شعېب شېخ ټي وي "بول" لائسنس پاکستاني چارواکو منسوخ کړی وو .

شعېب شېخ او هغه سره نيول شوي کسان دا وخت د اېف ائي اې په ولقه کې دي او په کراچۍ کې د اېګزيکټ مرکزي دفتر تړلی پروت دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG