لاس رسیدونکی لینک

پاکستان: په نفرت خورونکو موادوخپرولو د١٣ؤ کلونو دبند سزا


دترهه ګرۍ دمخنيوي دوه دفعې دفرقه ييز نفرت يا تشدد دپيدا کوونکو موادو دساتلو يا ددې دتشهير اؤ خورولو په اړه دي په کوم چې پينځه ، پينځه کاله دبند سزا ورکړل کيدى شي.

پاکستان کې دترهه ګرۍ دمخنيوي يو عدالت يو تن ته دټولنيزو رابطوپه ويب پاڼه فيس بُک دمذهبي نفرت خورونکو موادو دخپرولو په اړه دريوؤ جرمونو کې په مجموعي توګه د١٣ؤ کلونو دبند سزا اورولې ده.

دپنجاب ډپټي پبلک پراسيکيوټر عليم چټه دوائس اف امريکا اردو څانګې ته وئيلي دي فيصل اباد کې دترهه ګرۍ دمخنيوي عدالت چنيوټ سره تعلق لرونکي رضوان حيدر ته په فيس بک دترهه ګرۍ دمخنيوي دقانون ددوؤ دفعو اؤ دمذهب دسپکاوي په اړه دتعزيرات پاکستان ددفعه (A)298 لاندې دريوؤ جرمونو کې دپينځوؤ، پينځوؤ اؤ دريوؤ کلونو دبند سزا اورولې ده.

دترهه ګرۍ دمخنيوي دوه دفعې دفرقه ييز نفرت يا تشدد دپيدا کوونکو موادو دساتلو يا ددې دتشهير اؤ خورولو په اړه دي په کوم چې پينځه ، پينځه کاله دبند سزا ورکړل کيدى شي.

عليم چټه وويل دغه مقدمه فيصل اباد کې دترهه ګرۍ دمخنيوي دپوليسو تاڼه کې سږکال دجنورۍ مياشت کې درج شوې وه.

دخپرو شوؤ اطلاعاتو ترمخه درضوان وکيل دريځ خپل کړى ؤ چې هغه په فيس بک لګيدلي مواد لا ئيک کړي يا خوښ کړي وؤ اؤ پخپله يې دا خپارۀ کړي نۀ وؤ.

خو عليم چټهه وويل مجرم رضوان مذهبي مواد اپ لوډ، لا ئيک اؤ شيئر کړي وؤ اؤ عدالت دې لړ کې ددستاويزي ثبوت دکتلو وروستو سزا اورولې ده.

که هر څو مجرم ته داورول شوؤ سزاګانو ټوله موده ١٣ کاله جوړيږي خو دقانون لاندې به په ټولو سزاګانو په يو وخت عمل درامد کيږي چې دغه شان به هغه دزيات څخه زيات پينځه کلونه جيل کې تيروي.

رضوان حيدر ته هائيکورټ کې دخپلې سزا په ضد داپيل حق ترلاسه دى.

پاکستان کې دترهه ګرۍ دمخنيوي دقومي تګلارې لاندې دفرقه ييز نفرت خورولو اؤ تشدد په ضد ګامونه اخستل شوي اؤ اوسنو مياشتو کې ګڼ مُليان هم دغه لړ کې نيول شوي دي.

XS
SM
MD
LG