لاس رسیدونکی لینک

افغان امن مذاکرات به راتلونکو څو ورځو کې ترسره شي،نفيس ذکريا


ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر وياند نفيس ذکريا کابل کې دترسره شوې وروستۍ څلور ملکي غونډې په پاې کې دمارچ لمړۍ اوونۍ پورې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ دممکنه خبرو اترو دپيل کيدو دهيلې يادونه وکړه.

دپاکستان خارجه دفتر هيله څرګنده کړې چې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ دجوړجاړي خبرې اترې به راتلونکو څو ورځو کې پاکستان کې ترسره شي.

ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر وياند نفيس ذکريا کابل کې دترسره شوې وروستۍ څلور ملکي غونډې په پاې کې دمارچ لمړۍ اوونۍ پورې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ دممکنه خبرو اترو دپيل کيدو دهيلې يادونه وکړه.

نفيس ذکير دراتلونکو خبرو اترو دنيټې اؤ ځايې په اړه ديوې پوښتنې ځواب ورکولو، هغه وويل دليدنې ترسره کيدو لپاره هڅې روانې دي خو په ډاګه يې کړه چې ددغو خبرو اترو دنيټو پخلى نۀ شي کولى.

دتيرو څو اوونو راهسې دافغانستان دګاونډي هيواد پاکستان لخوا دافغان حکومت اؤ دافغان طالبانو ترمينځ دخبرو اترو ترسره کولو لپاره هلو ځلو کې تُندي راغلې ده، تيره اوونۍ ددغه هيواد دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دافغان امن عمل په اړه دقطر دوره کړې وه، چرته چې طالبان خپل سياسي دفتر لري.

ددې ترڅنګ جنرل راحيل شريف روانه اوونۍ کې کابل ته هم تللى ؤ چرته چې هغه افغان صدر اشرف غني اؤ امريکائي عسکري قيادت سره دنيغ په نيغه مذاکراتو په اړه خبرې اترې کړي اؤ دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانګې ائي ايس پي ار ترمخه په دغه موقع دجوړجاړي دعمل دمثبتې نتيجې دراوتلو هيله څرګنده کړل شوې وه.

امريکا کې دخارجه چارو کونسل کې دپاکستاني وزيراعظم دبهرنو چارو صلاح کار سرتاج عزيز منلې چې پاکستان په افغان طالبانو وثرورسوخ لري اؤ دغه اثرورسوخ هغوي دطالبانو دمذاکراتو ميز ته راوستو لپاره کارولى شي.

نفيس ذکريا وويل چې دغونډې رابلل دڅلور ملکي ډلې ګډه ذمه واري ده چې پکې پاکستان، افغانستان اؤ امريکا اؤ چين شامل دي.

هغه څلور ملکي غونډه کې دسيمې دنورو هيوادونو دشاملولو امکان رد کړو.

دهغه وينا وه چې دڅلور ملکي غونډې دهڅو مقصد افغانستان کې دتشدد خاتمه اؤ دغلته دتلپاتې امنيت ټينګښت دى.

پاکستان تيرکال دجولا ئي مياشت کې دافغان حکومت اؤ افغان ط البانو داستازو ترمينځ تيرو ١٤ؤ کلونو کې په لمړي ځل دنيغ په نيغه خبرو اترو کوربه توب کړى ؤ اؤ دغه غونډه کې دچين اؤ امريکا استازو هم ګډون کړى ؤ

پاکستان دريځ لري چې افغانستان کې دامنيت دټينګښت لپاره دافغانانو په مشرۍ دافغان جوړجاړي دعمل ملاتړ کوي ځکه چې يو پرامنه افغانستان پخپله دپاکستان دسلامتۍ لپاره ضروري دى.

خو افغان چارواکي بيا وائي افغان امن کې دخلوص ثابتولو لپاره پکار ده چې پاکستان پخپله خاوره دموجودو افغانستان دمخالفو تندروه ډلو په ضد پرته له کوم امتياز څخه کوټلي ګامونه واخلي اؤ دهغوي ځالې له مينځه يوسي.

دپاکستان پوځ اؤ حکومت دعوه کوي چې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دکال ٢٠١٤م دجون دمياشتې راهسې روانو عملياتو ضرب عضب کې يې ټول ترهه ګر پرته له کوم امتياز څخه په نخښه کړي اؤ دهغوي دمنظمو حملو توان ته يې زيان رسولى

XS
SM
MD
LG