لاس رسیدونکی لینک

کراچۍ: مصطفی کمال په الطاف حسېن سخت تورونه لګولي


مصطفی کمال وويل ځکه مې ملک پرېښودو چې دلته د پارټۍ نه بهر کېدم نو انجام راته معلوم ؤ او د بچو او خپل سر ته مې خطره وه .

د متحده قومي مومنټ (اېم کيواېم) ډلې د کراچۍ ښار پخواني ناظم او سينيټر مصطفی کمال د دغه پارټۍ په مشر الطاف سخت تورونه لګولي او د ځانله پارټۍ جوړولو اعلان يې کړی دی .

مصطفی کمال د اېم کيو اېم ډلې د پخواني ډپټي کنوينر انيس قائم خاني سره په کراچۍ يوې مطبوعاتې غونډې ته په وينا کې په الطاف حسېن تور ولګوؤ چې دېرش کاله يې خپله مرضي کړې او د اېم کيواېم په زرګونو غړي يې وژلي او دوه نسلونه يې تباه کړي دي .

هغه وويل د الطاف حسېن د هند استخباراتي ادارې (را) سره اړيکي دي او دا خبره يې د عمران فاروق د وژنې په کېس کې د پلټنو په مهال د سکاټ لېنډ يارډ پوليس ته کړې ده ، او زياته يې کړه د پاکستان پيپلزپارټۍ د تېر حکومت داخله وزير رحمان ملک هم په دې خبر ؤ .

هغه تور ولګوؤ چې الطاف حسېن ماښام د شرابو په نشه کې وينا وکړي او سحر پرې بيا معافياني غواړي، د هغه وينا وه چې الطاف حسېن د پاکستاني اسټبلشمنټ او رېنجرو په ضد بيانونه د هغويې د راپارولو دپاره ورکوي ځکه چې هغه ته د سياست کولو دپاره د مړو ضرورت دی .

هغه دا تور هم ولګوؤ چې الطاف حسېن سره د پارټۍ د غړو هيڅ غم نشته د ځان او کورنۍ او څو نورو کسانو دپاره مالونه جمع کوي او بهر ملکونو کې جائيداد جوړوي .

مصطفی کمال په دغه مهال وويل چې اردو ويونکي مهذب خلک وو الطاف حسېن ترې ترهګر او د (را) ايجنټان جوړ کړل ، نوموړي په دغه مهال د عمران فاروق په وژنه کې ککړو کسانو، صولت مرزا او اجمل پهاړي حواله ورکړه، هغه وويل دغه خلک د کوره وران کاري نه ؤ راغلي

مصطفی کمال د انيس قائم خاني سره د ځانله پارټۍ جوړولو اعلان وکړو او ويې وئيل چې پارټۍ به وروستو نوم ږدي او د پارټۍ جهنډا به يې د ملک قامي جهنډا وي .

نوموړی د کال ۲۰۰۵م نه تر کال ۲۰۰۶م پورې د کراچۍ ناظم او بيا د دغه پارټۍ نه د قامي اسمبلۍ غړی او بيا سينيټر جوړ شوی او په کال ۲۰۱۳م کې د ملک نه بهر تلی ؤ . هغه وويل ځکه مې ملک پرېښودو چې دلته د پارټۍ نه بهر کېدم نو انجام راته معلوم ؤ او د بچو او خپل سر ته مې خطره وه .

انيس قائم خاني د اېم کيواېم ډپټي کنوينر پاتې شوی او هغه هم درې کاله وړاندې دوبۍ ته تلی ؤ .

د خبري غونډې په مهال دويې دغه خبره رد کړه چې د چا په وينا بيرته ملک ته راغلی دی .

بل لور ته د اېم کيواېم ډلې لخوا د مصطفی کمال د تورونو رد شوی او فاروق ستار يوې خبري غونډې ته په وينا کې وئيلي چې د اېم کيواېم په ضد وړاندې هم دغه ډول سازشونه شوي دي .

XS
SM
MD
LG