لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مومندايجنسي: دسړک غاړې ښخ بم چاؤدنه کې دوه سرکاري اهلکار مړه


د افغانستان سره په پوله پرته قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې په ورستيو کې د بدامنۍ په پېښو کې زياتوالی مخې ته راغلی دی .
د افغانستان سره په پوله پرته قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې په ورستيو کې د بدامنۍ په پېښو کې زياتوالی مخې ته راغلی دی .

د پاکستان په قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې د سړک غاړې يو ښخ بم په چاؤدنه کې دوه سرکاري اهلکار وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي .

د قبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ د پوليټيکل انتظاميې چارواکو په وينا د سړک غاړې ښخ بم چاؤدنه نن د نهې په ورځ د تحصيل امبار په سنګر سيمه کې شوې ده ، چې پکې د پوليټيکل انتظاميي ګاډي پکې په هدف شوي دي .

د چارواکو په وينا د چاؤدنې په نتيجه کې يو د فاټا سيکرټرېټ چارواکی او د هغه ډرائيور وژل شوي ، پېښه کې په ژوبلو کسانو کې د پوليټيکل انتظاميې تحصيلدار،د هغوي محافظ، يو د فاټا سيکرټريټ بل اهلکار او يو ډرائيور هم شامل دي .

د چارواکو په وينا په هدف شوي اهلکار د فاټا سيکرټريټ د نشه يي توکو د مخنيوي په موخه سيمې ته ورغلي وو ، په دغو سيمو کې په وړه کچه کله کله د اپيمو د کر کروندې خبرونه مخې ته راځي .

پېښه کې ژوبل کسان نزدې روغتون ته وړل شوي او په سيمه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي دي .

د دغه پېښې زمه واري تراوسه چا نه ده قبول کړې .

دوه اونۍ وړاندې هم د مومند ايجنسۍ په يکه غونډ سيمه کې د خاصه دار ځواک په سرتېرو بريدونه شوي او نهه سرتيري يې پکې وژل شوي وو .

د طالبانو جماعت الاحرار ډلې ددغه پېښې زمه واري قبوله کړې وه .

د افغانستان سره په پوله پرته قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې په ورستيو کې د بدامنۍ په پېښو کې زياتوالی مخې ته راغلی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG