لاس رسیدونکی لینک

 پاکستان وئيلي د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې اېف ۱۶ الوتکو ته اړتيا لري


سرتاج عزيز د امريکې خارجه وزير جان کېري سره په سټېټ ډيپارټمنټ کې ليدلي او د پاکستان او امريکې ترمنځ په سټراټيجيکي اړيکو يې ورسره خبرې کړي دي .

پاکستان د امريکا سره د سټراټيجيکي د خبرو په مهال وئيلي چې په دغه ملک د اېف ۱۶ جنګي الوتکو د خرڅولو سره به د جنوبي ايشيايي قامونو د ترهګرۍ په ضد عمليات پياوړي شي او د سيمي ثبات ته به وده ورکړي .

د پاکستان او امريکا ترمنځ د سټراټيجيکي خبرو د شپږم پړاؤ د ګل په ورځ واشنګټن کې شوی دی چې پکې د پاکستان د پلاوي مشري د وزيراعظم د باندنيو امورو صلاح کار سرتاج عزيز کړې ده .

د سټراټيجيکي خبرو د پېل په ورځ د پاکستان لخوا د امريکې نه د اېف جنګي الوتکو غوښتنه شوې ده .

سرتاج عزيز وئيلي " په پاکستان به د اېف ۱۶ الوتکو خرڅ د دغه هېواد توان پياوړی کړي، روان اپرېشن به کامياب کړي او دا يې د شريکو ګټو او سيمې د ثبات دپاره مهمه بللې ده ".

سرتاج عزيز د امريکې خارجه وزير جان کېري سره په سټېټ ډيپارټمنټ کې ليدلي او د پاکستان او امريکې ترمنځ په سټراټيجيکي اړيکو يې ورسره خبرې کړي دي .

د امريکې حکومت روانه مياشت په پاکستان د جنګي الوتکو خرڅولو منظوري ورکړې چې قيمت نزدې ۷۰۰ملينه ډالره دی . هند په پاکستان د دغو الوتکو خرڅولو مخالفت کړی دی .

د خبرو په احتتام په امريکا کې د پاکستان سفير جليل عباس جېلاني رسنيو سره خبرو کې وويل چې نن په ليدنه کې په ګډو مرستو خبرې وشوې او د هغه په وينا خبرې په ښه طريقې سره مخ په وړاندې روانې دي .

سفير وويل امريکايي خارجه وزير د ضرب عضب او په شمالي وزيرستان کې د تُندلارو په ضد دعملياتو ستائنه وکړه، او په دغه مهال د نيشنل اېکشن پلان د لاندې د ترهګرو تنظميونو په ضد دعملياتو حواله هم ورکړی شوه .

له دې وړاندې سرتاج عزيز د شپږو ورکنګ ګروپونو د تېر کال په کارکردګۍ رڼا اچولې او د اېف ۱۶ جنګي الوتکو خبره يې کړې ده .

د دې سره نوموړي امريکې سره تجارتي اړيکو ته د ودې ورکولو سره د پاکستاني مصنوعاتو امريکايي منډئيانو ته د رسائۍ غوښتنه کړې ده .

له دې وړاندې د سټراټيجيکې خبرو په پېل کې امريکايي خارجه وزير جان کېري د پاکستانۍ فلم سازې شرمين عبېدچنائې آسکر جائزه ګټل ستائيلي، او چارسده کې په باچاخان پوهنتون د شوي ترهګر بريد غندنه يې کړې او وئيلي يي دي امريکا د پُرتشدده انتهاپسندۍ په ضد د پاکستان او اولس سره يې ولاړه ده .

کېري وويل انتهاپسند د پاکستان راتلونکی زيانمن کول غواړي چې د ځوان کُول سوچ يې مخکې لاړ نه شي .

جان کېري د پاکستان او امريکې اړيکې او ترهګرۍ په ضد مرستې د دواړو ملکونو دسلامتۍ دپاره مهمې بللي، او وئيلي يي دي امريکا د پاکستاني پوځ قربانۍ مني کومې چې هغوي د ضرب عضب په مهال ورکړي دي .

نوموړي وئيلي امريکا به په پاکستان کې د پوځي عملياتو له کبله بې کوره شوؤ خلکو دمرستو دپاره ۲۵ کروړه ډالره ورکوي، او وئيلي يي دي د ترهګرۍ په ضد جنګ کې به دپاکستان مرستې جاري ساتي .

جان کېري د نيشنل ايکشن پلان ستائنه کړې او وئيلي يي دي په دغسې کولو سره د جنګيالو د نوؤ بهرتيانو او پېسو رايوځايې کولو په صلاحيت ګوزار شوی دی .

نوموړي د پاکستان د دغه ګام هرکلی کړی چې په ترهګرو کې ښه او بد نه ګوري . هغه وئيلي " د حقاني نېټ ورک او جېش محمد په رنګ ډلې د ګاونډي ملکونو سره د پاکستان اړيکې اغېزمنه کوي او د پاکستاني قوم خپلواکۍ او راتلونکې ته تاوان اړوي " .

جان کېري وئيلي د ايټم د نه پراخه کولو او د ايټمي وسلو تحفظ د امريکا او پاکستان دواړو دپاره په شريکه د اندېښنې خبره ده، هغه هيله څرګند کړې چې راتلونکو کلونو کې به دواړه ملکونه د ايټمي وسلو لرونکو زمه وارو ملکونو په حېث په خپلو زمه وارو خبرې کوي .

د امريکايي خارجه وزير په وينا په يو وخت کې د امريکې او سويت يونين سره پينځه، پينځه زره ايټمي وسلې وې او مخ يې يو بل ته ؤ ، خو د هغه په وينا مونږ اوس ډېر مخکې تلي يو د يو ټړون لاندې راسره ۱۵۰۰ ايټمي وسلې دي او په نورو کمولو يې غور کوؤ .

نوموړي وئيلي پاکستان دې هم په دې حقيقت ځان پوهه کړي او دا معامله دې د خپلې پاليسۍ برخه جوړه کړي، هغه هيله څرګند کړې چې وزيراعظم نوازشريف به په ۲۱م مارچ واشنګټن کې د ايټمي وسلود تحفظ په اړه غونډه کې ګډون وکړي .

د امريکا خارجه وزير دا هم وئيلي چې د دواړو ملکونو د سټراټيجيکي خبرو مقصد تجارت، سرمايه کاري، تعليم، توانائي، قانون عملي کول او د سيمه ييزه ثبات ترڅنګ په هره شعبه کې مرستې په وړاندې بوتلل او مظبوطول دي .

او په دغه لړ کې به د امريکا او پاکستان ورکنګ ګروپونه په راتلونکو پينځه کالونو کې د پاکستان مارکيټ د بهرنو سرمايه کارو دپاره پُرکشش جوړولو او دپاکستان په افرادي قوت کې د ښځو په برخه زياتولو خبرې کوي .

د سرتاج عزيز سره پاکستاني پلاوي کې د منصوبه بندۍ وزير احسن اقبال هم شامل ؤ .

XS
SM
MD
LG