لاس رسیدونکی لینک

 داعش په بغداد کې دوه ځانمرګي بريدونه کړي


د چارواکو په وينا دوه موټرسائيکل سورو خودکشو  د اتوار په ماښام بغداد کې د ګڼې ګوڼې په يو مارکيټ کې ځانونه الوزولي دي .

د عراق پلازمينه بغداد کې د اتوار په ورځ ماښام دوه ځانمرګي بريدونو او د عراق په بدنام زمانه جېل ابوغريب باندې د داعش په حمله کې لږ ترلږه ۶۰ کسان وژل شوي دي .

د چارواکو په وينا دوه موټرسائيکل سورو خودکشو د اتوار په ماښام بغداد کې د ګڼې ګوڼې په يو مارکيټ کې ځانونه الوزولي دي .

چاؤدنې د بغداد په شيعه اکثريتي سيمه شمال ختيځې ضلعې الصدر سټي کې شوي دي ، دغه سيمه له دې وړاندې هم څو ځله د ترهګربريدونو ښکار شوې ده . د چارواکو په وينا د اتوار په بريدونو کېد ۶۰ کسان ژوبل شوي دي .

په دغه سيمه کې تېر کال د اګست په مياشت کې غټه حمله شوې او يو ځانمرګي بريد کې ۸۰ کسان وژل شوي وو .

په عراق او شام کې فعاله تُندروه ډلې داعش په انټرنېټ جاري کړي يو بيان کې د حملو زمه واري قبول کړې او وئيلي يي دي د شيعه فرقې سره تعلق لرونکي په لسګونو کسان يې وژلي دي .

د حملې نه پس د عراق مهم شيعه مشر مقتدی الصدر په خپلو پلوي جنګيالو غږ کړی چې د پلازميني بغداد حفاظت يقيني کړي .

الصدر کې د حملې نه څو ساعته وړاندې د داعش جنګيالو د بغداد په لرې پرته علاقه کې بدنام زمانه جېل ابوغريب باندې بريد کړی چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه د جيل ۳۰ ساتونکي وژل شوي دي .

د عراقي چارواکو په وينا د اتوار په ورځ په ګاډو کې سواره څو درځنه حمله کوؤنکي وسله وال د بغداد نه په ۲۵ کلوميټره مغرب پله لرې پروت ابوغريب جېل باندې ورغلي وو .

XS
SM
MD
LG