لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش په شمالي عراق کې کيميائي وسله کارولې


د روانې مياشتې په لمړو کې د امريکې د استخباراتو قامي ادارې مشر جېمز کليپر کانګريس ته وئيلي وو چې تندروه ډلې په عراق او شام کې کيميائي وسله استعمال کړې ده .
د روانې مياشتې په لمړو کې د امريکې د استخباراتو قامي ادارې مشر جېمز کليپر کانګريس ته وئيلي وو چې تندروه ډلې په عراق او شام کې کيميائي وسله استعمال کړې ده .

کرد چارواکي د امريکې په مشرۍ د اتحاد په مرسته د دې خبرې پخلی کوي چې داعش د عراق په سنجار سيمه کې د کرد پېش مرګه جنګيالو په ضد کيميائي وسله استعمال کړې ده .

په ۲۵م فروروۍ شوي دې بريد کې داعش وسله والو په دغه سيمه راکټي حمله کړې وه چې ورستو ئې د پېش مرګه جنګيالو سره سره عام خلق د قي او دست د ناروغتياؤ ښکار شوي دي .

د کرد د سلامتي کونسل په وېنا چې دوي د دې بريد پلټنې کوي, کرد چارواکو وئيلي که د دې خبرې پخلی وشو نو دا به د داعش له خوا د دوي په عسکرو شوې اتمه کيميائي حمله وي .

د روانې مياشتې په لمړو کې د امريکې د استخباراتو قامي ادارې مشر جېمز کليپر کانګريس ته وئيلي وو چې تندروه ډلې په عراق او شام کې کيميائي وسله استعمال کړې ده .

د سي ائي اې د مشر جان برېنن له خوا هم د دې خبرې پخلی شوی وو چې داعش د کلورين او زهرژن ګېس نه د وسلې جوړولو توان لري .

د کيميائي وسلو په اړه کار کوونکي نړيوال سازمان رائټرز خبري ادارې ته وئيلي چې د سائنسي شننو نه دا خبره معلومېږي چې تېر کال هم کرد جنګيالي د مسټرډ ګېس سره مخ شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG